شهرهرات (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٨): د هرات امنیتي مسوولین وايي چې د طالبانو په ډله ییزو برویدونو کې پنځه سرحدي پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د هرات د پنځمې سرحدي لوا مرستیال بهاءالدین غوري نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ۱۲ بجې طالبانو له څو لورو د هرات ــ تورغونډۍ پر لویه لار په «چهل دختران» سیمه کې د سرحدي سرتېرو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.
د غوري په خبره، طالبانو له څو ساعتونو جګړې وروسته د سرحدي سرتېرو یوه پوسته نیولې، پنځه سرتېري یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د ده په خبره چې طالبان پر درنو وسلو سمبال وو.
نوموړي زیاته کړه، د یادې پوستې د بېرته نیولو لپاره امنیتي سرتېرو هڅې پیل کړې دي.
په ورته وخت کې د هرات ــ تورغونډۍ ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي پر یاده لویه لار د ناامنۍ له ډېرېدو اندېښنه څرګندوي.
د دې سیمې اوسېدونکي صفي الله وویل، په وروستیو څو میاشتو کې د هرات ــ تورغونډۍ پر لویه لار د جهل دختران سیمه د وسله والو مخالفینو د بریدونو شاهده ده چې په اړه یې خلک اندېښمن دي.
طالبانو تر اوسه د چهل دختران په سیمه کې د یادې پوستې د سقوط په تړاو څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې، په هرات کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد ماشوم۵۰ ورځې مخکې انسان تښتوونکو له نیمروز ولایته هرات ښار ته تښتولی و.
هغه زیاته کړه، دغه ماشوم د هرات د ملي امنیت د منسوبینو په هڅو د هرات ښار په داخل کې ژغورل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن