ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې سږ کال د ۱۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي

پکتیکا کې سږ کال د ۱۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي

author avatar
3 Jul 2019 - 17:44
پکتیکا کې سږ کال د ۱۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي
author avatar
3 Jul 2019 - 17:44

ښرنه (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٨): د پکتیکا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې په روان کال کې د ۱۲۰۰ ميلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلي کېږي.

مسوولین وايي، په یادو پروژو کې ښوونځيو ته ودانۍ جوړول، د کارېزونو رغول، د کانالونو جوړول او ځينې نورې حیاتي پروژې شاملې دي.

د دغه ولایت د کلیو او پراختیا سرپرست رييس انجنیر مومن افغان وايي، د تېرو کلونو په پرتله په روان کال کې لا ډېرې او د ولس په خوښه ټاکل شوې پروژې تر کار لاندې دي.

هغه وویل، د ۱۲۰۰ ميلیونه افغانیو په لګښت به د دغه ولایت په ټولو سیمو کې پروژې پلې شي چې خلکو ته به د کاري زمینې برابرېدو تر څنګ د ژوند ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ده زياته کړه، د دوی ټولې پروژې د ولس په خوښه ټاکل کېږي چې د پوهنې، روغتیا، کرنې او نورو پروژو ته په کې لومړیتوب ورکول کېږي.

د پکتیکا ولایتي شورا غړي عزیز عزیز پژواک ته وويل، د کلیو پراختیا ریاست ډېری فعالیتونه په ولس پورې اړه لري او لکه څنګه چې هغوی ترې خوښ دي، همداسې باید خپلې چارې په پوره شفافیت پر مخ یوسي.

هغه غوښتنه وکړه، هغو پروژو ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې د خلکو جدي اړتیا وي.

قومي مشر پاچاخان ښرنوال وايي، پکتیکا کرنيز ولایت دی او اړتیا ده چې د دغه ولایت لپاره لوی او واړه سربندونه جوړ شي، څو د اوبو د کمښت ستونزه له منځه ولاړه شي.

د ده په وينا، د پکتیکا د کلیو او پراختیا ریاست کړنې تر ډېره ښې دي او لامل يې هم د خلکو اړتیاوو ته رسېدنه ده.

د یادونې ده، د پکتیکا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري دا مهال په ټول ولايت کې بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي چې د نورو اسانتیاوو تر څنګ يې په زیات شمېر کې بې روزګاره کسانو ته کاري فرصتونه ايجاد کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.