ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په لوګر کې د ۴۰ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

چارواکي په لوګر کې د ۴۰ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
3 Jul 2019 - 16:42
چارواکي په لوګر کې د ۴۰ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
3 Jul 2019 - 16:42

پل علم (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٨): د لوګر سيمه ييز چارواکي ادعا کوي چې په خوښۍ ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په لوګر کې د څلورمې پلې لوا وياند احمد شکيل تسل د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه هوايي ځواکونو د خوښۍ ولسوالۍ په دوبندي سيمه کې د طالبانو پټنځايونه په نښه کړي دي.

د نوموړي په وينا، د دغو بريدونو پر مهال ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات یې هم له منځه تللي دي.

ده زياته کړه: ((طالبان به له دغه قوي ګوزار سره سخت کمزوري شوي وي او په دې وروستيو کې موږ ورته په نورو سيمو کې هم ډېر درانه تلفات وارد کړي دي.))

دغه راز د دوبندي سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې تېره شپه هوايي ځواکونو په دې سيمه کې پر هغو دوو کورونو بريدونه کړي چې طالبان په کې اوسېدل.

ده زياته کړه: ((دواړه کورونه له منځه تللي دي، کېداى شي طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وي، خو زه يې په اړه دقيق معلومات نه لرم.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د لوګر په زرغون ښار سيمه کې د ملکي خلکو پر کورونو بمبار کړى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د خلکو کورونه وران شوي او يو شمېر ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د يادونې ده، تېره ورځ هم د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د ١٤ طالبانو د وژلو ادعا شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.