ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې محصلينو د ټپيانو لپاره ٢٥٠٠٠ سي سي وينه ورکړه

کابل کې محصلينو د ټپيانو لپاره ٢٥٠٠٠ سي سي وينه ورکړه

author avatar
3 Jul 2019 - 16:16
کابل کې محصلينو د ټپيانو لپاره ٢٥٠٠٠ سي سي وينه ورکړه
author avatar
3 Jul 2019 - 16:16

کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٨): د محصلينو د يوې موسسې مشرې په کابل پوهنتون کې د ويني ټولولو کمپاين پر مهال وويل: "که جنگ نه شو درولای، د ټپيانو ژغورولو لپاره وینه ورکولى شو."

دغه کمپاين وروسته له هغه ترسره شو چې طالبانو د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل ښار د ١٦مې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د انجنيرۍ، تخنیک او لوژستیک پر ریاستونو برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمې د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې ۴ ملکي وګړي او ٢ پوليس وژل شوي او ۸۴ ملکي وګړي ټپيان شوي خو د عامې روغتيا وزارت د تپيانو شمېر تر ١١٦ کسانو ښودلی دی.

د ټولنيزو کارونو لپاره له محصلينو د جوړې شوې موسسې "اسا" مشرې صنم رستمي د وینې ټولولو کمپاين پر مهال وويل چې د وينې ورکړې دغه کمپاین د عامې روغتیا وزارت او  کابل پوهنتون په مرسته ترسره شو.

مېرمن رستمي د هېواد ستونزو او ناخوالو ته په اشارې وویل: "که  نه شو کولی  جنګ ته د پای ټکی کېږدو، دومره خو کولی شو چې د خپلو هېوادوالو ژوند ژغورلو لپاره وینه ورکړو."

هغې وويل چې نن لسګونو کسانو وينه ورکړه او ټولټال ٢٥٥٠٠ سي سي وينه ټوله او له ټپيان سره د مرستې لپاره د وينې بانک ته ورکړل شوه.

د کابل پوهنتون رییس او د لوړو زده کړو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر حمیدالله فاروقي هم وينه ورکړه او د محصلينو د وينې ورکولو اقدام یې وستايه او ويې ويل: "نن ټول ځوانان د هېواد درد خپل درد ګڼې او وینه ورکوي چې دغه وینه به د اړتیا په وخت کې وکارول شي."

يوه محصل تمیم چکري چې هغه هم نن وينه ورکړه او له نورو ځوانانو يې هم وغوښتل چې د نورو انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره وينه ورکړي.

ده وویل: "د تېرې ورځې په برید کې زموږ ډېرعام وګړي، ماشومان او سرتېري ژوبل شول او د وینو په ورکولو باید هغو کسانو ته دا ثابته کړو چې سره یو موټی یو او دغه ډول بریدونه نه شي کولی موږ سره بېل کړي."

د عامې روغتیا وزارت د وینې بانک مشر عنایت الله هاشمي له هغو کسانو چې وينه يې ورکړه، مننه وکړه او ويې ويل چې  له تېر کال راهيسې شاوخوا دوه سوه زره کسانو وينه ورکړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.