اسعد اباد (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٨): د کونړ په مرکز اسعداباد کې د عامې روغتیا ریاست د درملو په درېیو ګودامونو کې اور لګېدلى چې ډېره برخه يې سوځېدلي دي.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر عزيزالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، د نامعلوم علت له امله په دغو درېيو لويو ګودامونو کې نن له ماسپښين راپه دېخوا اور لګېدلى چې تر اوسه (د مازديګر پنځه نيمې بجې) پورې لا نه دی مړ شوی.
ده زياته کړه، په دغو ګودامونو کې د ولايت د ټولو کلينيکونو درمل، لوجستيکي توکي او نور طبي سامان الات زېرمه وو او له نږدې لس سلنې پرته نور ټول له منځه تللي دي.
د هغه په وينا، د اور وژنې ادارې هڅه وکړه چې اور مړ کړي، خو بريالي نه شول.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال د اورلګېدنې ځاى ته ورغلى و او د اور وژنې عمليې ته يې سپارښتنه وکړه چې د اور مخنیوی وکړي.
ده وويل، يوه کمېسيون ته يې دنده سپارلې چې د اورلګېدنې علت معلوم کړي او هم د اوښتي زيان په اړه معلومات وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن