ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزیر کندهار ښار کې ۳۵۰ بستریز روغتون پرانیست

د عامې روغتیا وزیر کندهار ښار کې ۳۵۰ بستریز روغتون پرانیست

author avatar
4 Jul 2019 - 14:29
د عامې روغتیا وزیر کندهار ښار کې ۳۵۰ بستریز روغتون پرانیست
author avatar
4 Jul 2019 - 14:29

کندهار (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۸): په کندهار ښار کې ۳۵۰ بستریز روغتون چې څه موده مخکې یې یې د جوړولو چارې بشپړې شوې وې، پرانیستل شو.

د روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز، یو شمېر وزیرانو، د ولسمشر سلاکارانو او ولایتي چارواکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروزالدین فېروز وویل، دغه روغتون پر ۱۳۷ جریبه ځمکه د څلور پوړه په لرلو د ۶۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت د درېیو کلونو او اتو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.

د ده په خبره، د روغتون لګښت د دولت له پرمختیايي بودجې ورکړل شوی دی.

ده زیاته کړه، دغه روغتون په عصري او پرمختللې بڼه جوړ شوی چې دا مهال په کې د عمومي جراحي، نسايي ولادي او جدي مراقبت په څانګو کې ناروغانو ته د درملنې او خدماتو چارې پیل شوي دي.

خو نوموړي خبر ورکړ چې د وخت په تېرېدو به په دغه روغتون کې د سرطان او نورو پېچلو ناروغیو درملنه او جراحي عملیات هم ترسره کېږي.

ده یادونه وکړه چې د دغه روغتون په فعالېدو سره به په میرویس حوزوي روغتون کې د ناروغانو ګڼه ګوڼه کمه شي او د زون په کچه به خلک غوره روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ولري.

د دغه روغتون مشر ډاکټر محمد هاشم الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل، سمدستي یې د روغتون له ۳۵۰ بسترونو ۵۰ فعال کړي او د عمومي جراحي، نسايي ولادي او جدي مراقبت په څانګو کې یې ناروغانو ته د درملنې او خدماتو چارې پيل کړي دي.

هغه زیاته کړه، په دغه روغتون کې به د سوېلي زون په کچه ناروغان درملنه کېږي.

دی وايي، له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار کوي څو دغه روغتون پرمختللي روغتیايي سامان الات او مسلکي روغتیايي پرسونل ولري.

خو ده یادونه وکړه چې د ځینو مالي ستونزو له امله به د دغه روغتون یوازې ۵۰ بستره فعال وي خو په راتلونکو درېیو کلونو کې به یې ۳۰۰ نور بسترونه هم فعال شي.

دی وايي، هڅه کوي دغه روغتون غوره خدمات وړاندې کړي او دلته به هغه روغتیايي عملیات کېږي چې د کندهار په نورو روغتونونو کې نه شي کېدای.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.