میمنه (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۸): په فاریاب کې روغتیايي مسوولین د دغه ولایت د پوهنتون د هغو ۳۰ محصلینو روغتیايي حالت ښه بولي چې په خوړو کې د چرسو له امله مسموم شوي دي.
په فاریاب کې د رسمي سرچینو په خبره، مسموم شوي محصلین د فاریاب د پلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکې دي خو یو استازي یې سنت الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی ۳۰ کسان په یوه خصوصي لیلیه کې اوسېږي، تېره شپه يې دوه مېلمانه هم درلودل چې له ډوډۍ وروسته بې هوښه شوي دي.
دی يې د بې هوښۍ پر علت نه پوهېږي خو وايي چې تېر مازدیګر يې اشپز ته ۲۵ پیالې وریجې ورکړې څو د شپې لپاره قابلي پخه کړي، نور په څه نه پوهېږي.
د میمنې په روغتون کې د عاجل سرویس موظف ډاکتر جمال علمي پژواک ته وویل چې له ټولو ۳۰ مسموم شوو محصلینو ۲۴ یې د خوب له بستره را پورته کړي چې په هغوی کې د یوه کس روغتیايي حالت ښه نه و، کوما ته تللی و خو په ډېر کوښښ ژغورل شوی دی.
ده وويل، د مسومیت لامل د چرسو خوراک دی چې د هغوی په خوړو کې اچول شوي وو.
د فاریاب پوهنتون ريیس فیروز کریمي وویل چې دغه محصلین د پلچراغ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي او په يوه خصوصي لیلیه کې اوسېږي، سربېره پر دې چې دا پېښه له دولتي پوهنتون او لیليې د باندې پېښه شوې خو یو ټېم يې ورته ګومارلی چې دا موضوع وڅېړي او لامل يې پیدا کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن