پل علم (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې په مرکز پل علم کې د طالبانو د جلب او جذب د مسوول په ګډون لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د کورنيو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د بابوس او شولک په سيمو کې د طالبانو پر پټنځايونو عمليات کړي دي.
دى وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د جلب او جذب د مسوول قاري محمد په ګډون لس طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د تېرې شپې په عملياتو کې يو کلاشينکوف، يو کلکوف، يوه پيکا، يو ميل اېم شپاړس، دوه مخابرې او د طالبانو ځيني نور وسايل او تجهيزات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ده وويل چې د عملياتو پر مهال د طالبانو يو سراچه موټر او څلور موټرسايکلونه هم له منځه تللي دي.
دغه راز د بابوس اوسېدونکي احمد نبي پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په کلي کې پر طالبانو هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي.
دى وايي چې په دغو عملياتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې ورته معلومه نه ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دغه ولايت امنيتي مسوولينو د خوښۍ ولسوالۍ په دوبندي سيمه کې د ۴۰ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن