کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٨): د افغانستان د حج ارشاد او اوقافو وزارت وايي چې سعودي عربستان ته د حج الوتنې راتلونکې اوونۍ پيلېږي.
د دغه وزارت وياند وياند ناصرالدين دريځ د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا الوتنې د اريانا او کام ايیر شرکتونو له خوا ترسره کېږي.
هغه زياته کړه چې د حج الوتنې د راتلونکې اوونۍ په اوږدو کې د چنګاښ له ١٥ تر ٢٠مې پورې به پيل شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې سږ کال له افغانستانه شاوخوا ٣٠زره کسان د حج فريضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ شي.
بلخوا د هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې د حج وزارت، هوايي شرکتونو او ماليې وزارت او د کابل هوايي ډګر له امنيتي مسوولينو سره د حج الوتنو په اړه ځانګړې ناسته کړې ده.
د دې ادارې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د حج د عملياتي چارو په اړه د همغږۍ رامنځته کولو او نورو موضوعاتو باندې خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې سږ کال د حاجيانو د لېږلو پروسه د کام ايير او اريانا هوايي شرکتونو باندې وېشل شوي، د کابل له هوايي ډګره حاجيان د اريانا او د کندهار، هرات او مزارشريف له هوايي ډګرونو د کام ايير شرکت له خوا ترسره کېږي.
سرچينې ويلي چې د کام ايير هوايي شرکت له سعودي عربستانه د الوتنو اجازه اخيستې خو د اريانا شرکت تر اوسه دا اجازه نه ده اخيستې.
د ملکي هوايي چلند ملي ادارې له اريانا هوايي شرکت څخه جدي وغوښتل چې ژر تر ژره له سعودي څخه د اجازې اخيستلو کارونه خلاص کړي او الوتنو ته ځان اماده کړي.
د اريانا هوايي شرکت استازو د غونـډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړى چې د حاجيانو لپاره يې ځانګړې شوې چارټر الوتکې يې برابرې کړې او الوتنو ته بشپړه اماده ګي لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن