ایبک (پژواک، ۱۳چنګاښ ۹۸): د ملي امنیت منسوبینو د سمنګان د شهیدانو او معلولینو امر د شل زره افغانیو بډو اخيستو په تور ونیوه.
د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمدهاشم سروري، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو امرذبیح الله حیاتي نن له غرمې وړاندې د څارنوالۍ پلاوي په شتون کې د ملي امنیت موظفینو له لوري ونیول شو.
هغه وویل چې حیاتي د شل زره افغانیو بډو اخيستو په تور نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د سمنګان ملي امنیت منسوبینو د دغه ولایت د مستوفیت بانکولۍ مدیرهم د بډو اخيستو په تور نیولی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن