د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سوداګرۍ وزير: سږ کال به د صادراتو کچه يو ميليارد ډالرو ته ورسېږي

د سوداګرۍ وزير: سږ کال به د صادراتو کچه يو ميليارد ډالرو ته ورسېږي

Jul 04, 2019 - 15:33

مزارشريف (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۸): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزير اجمل احمدي وايي چې سږ کال به د هېواد د صادراتو کچه يو ميليارد ډالرو ته ورسېږي.

احمدي د چنګاښ په ۱۳مه په مزارشريف کې د بلخ له يو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې وويل چې سږ کال يې د افغانستان د صادراتو لپاره يو ميليارد ډالر هدف ټاکلی دی.

احمدي وايي چې د صادراتو کچې زياتېدو په برخه کې هوايي دهلېزونو مهم رول لوبولی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزير زياته کړه: ((له موږ سږ کال خپل ډېر توليدي توکي چې پخوا به کور دننه پاتې کېدل، د هوايي دهلېزونو له لارې بهرنيو هېوادونو ته صادر کړل چې دا چاره د صادراتو کچې په لوړېدو کې اغېزناکه تمامه شوې ده.))

هغه دا هم وويل چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د رېل پټلۍ پروژو په بشپړېدو سره د صادراتو په کچه کې نور زياتوالی هم راشي.

د سوداګرۍ وزير په خپلو خبرو کې وويل چې له وارداتي هېواده پر صادراتي هېواد د افغانستان د بدلېدو چاره افغان حکومت ته لومړيتوب لري.

نوموړي زياته کړه چې حکومت په دې وروستيو کې د شرکتونو د جواز اخيستو په برخه کې هم د سوداګرو لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

احمدي وايي چې د وزارت ډېره پاملرنه په افغانستان کې د صنعت پر پراختيا او په دې برخه کې پر لا زياتې پانګونې ورټوله ده.

هغه وويل چې په مزارشريف کې دوه صنعتي پارکونه موجود دي او سوداګرۍ وزارت به يې د حفاظت او پراختيا په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.

د سوداګرۍ وزير وايي چې په هېواد کې د تجارت د ودې په خاطر د دولتي او خصوصي سکتور ترمنځ لا ډېرې همغږۍ رامنځته کېدو ته اړتيا ده.

په ورته وخت کې د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر وايي چې بلخ د پانګونې لپاره خوندي سيمه ده چې کورني او بهرني سوداګر ورسره علاقه لري.

هغه زياته کړه چې بلخ ولايت په سيمه کې د وصل د نقطې حيثيت لري او د دوی ټول کوشش دا دی چې د امنيت له پلوه يې همداسې مصوون وساتي.

رهګذر وويل چې د بلخ يو شمېر ولسوالۍ او ګاونډي ولايتونو کې نا امني زياته شوې خو په خبره يې د يادو د نا امنيو د کابو کولو هڅې هم روانې دي.

د بلخ والي زياته کړه، هغه کسان چې د سوداګرو پر وړاندې له ټوپک او زور څخه کار اخلي، د دوی له خوا به له سخت چلند سره مخ شي.

د بلخ يوه سوداګر نسيم اميني پژواک ته وويل چې حکومت بايد له صنعت کارانو سره د قرضو او مالي مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

هغه زياته کړه چې تر اوسه پورې نږدې ټولو صنعت کارانو په خپلو شخصي سرمايو کاروبار شروع کړی او په دې برخه کې حکومت خپلې کړې ژمنې تر ډېره نه دي عملي کړي.

نوموړي وويل چې د صادراتو د کچې لوړېدو تر څنګ بايد د صادراتي توکو د کيفيت پر لوړوالي هم کار وشي.

د هغه په خبره، د توليد برخه کې لا هم افغان سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي چې د فابريکو او ظرفيتونو نه شتون يې مهمې بېلګې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking