د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عامې روغتیا وزیر کندهار ښار کې ۳۵۰ بستریز روغتون پرانیست

د عامې روغتیا وزیر کندهار ښار کې ۳۵۰ بستریز روغتون پرانیست

Jul 04, 2019 - 14:29

کندهار (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۸): په کندهار ښار کې ۳۵۰ بستریز روغتون چې څه موده مخکې یې یې د جوړولو چارې بشپړې شوې وې، پرانیستل شو.

د روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز، یو شمېر وزیرانو، د ولسمشر سلاکارانو او ولایتي چارواکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروزالدین فېروز وویل، دغه روغتون پر ۱۳۷ جریبه ځمکه د څلور پوړه په لرلو د ۶۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت د درېیو کلونو او اتو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.

د ده په خبره، د روغتون لګښت د دولت له پرمختیايي بودجې ورکړل شوی دی.

ده زیاته کړه، دغه روغتون په عصري او پرمختللې بڼه جوړ شوی چې دا مهال په کې د عمومي جراحي، نسايي ولادي او جدي مراقبت په څانګو کې ناروغانو ته د درملنې او خدماتو چارې پیل شوي دي.

خو نوموړي خبر ورکړ چې د وخت په تېرېدو به په دغه روغتون کې د سرطان او نورو پېچلو ناروغیو درملنه او جراحي عملیات هم ترسره کېږي.

ده یادونه وکړه چې د دغه روغتون په فعالېدو سره به په میرویس حوزوي روغتون کې د ناروغانو ګڼه ګوڼه کمه شي او د زون په کچه به خلک غوره روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ولري.

د دغه روغتون مشر ډاکټر محمد هاشم الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل، سمدستي یې د روغتون له ۳۵۰ بسترونو ۵۰ فعال کړي او د عمومي جراحي، نسايي ولادي او جدي مراقبت په څانګو کې یې ناروغانو ته د درملنې او خدماتو چارې پيل کړي دي.

هغه زیاته کړه، په دغه روغتون کې به د سوېلي زون په کچه ناروغان درملنه کېږي.

دی وايي، له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار کوي څو دغه روغتون پرمختللي روغتیايي سامان الات او مسلکي روغتیايي پرسونل ولري.

خو ده یادونه وکړه چې د ځینو مالي ستونزو له امله به د دغه روغتون یوازې ۵۰ بستره فعال وي خو په راتلونکو درېیو کلونو کې به یې ۳۰۰ نور بسترونه هم فعال شي.

دی وايي، هڅه کوي دغه روغتون غوره خدمات وړاندې کړي او دلته به هغه روغتیايي عملیات کېږي چې د کندهار په نورو روغتونونو کې نه شي کېدای.

دغه نوی روغتون داسې مهال پرانیستل کېږي چې په دغه ولایت کې میرویس روغتون د حوزې په کچه فعالیت کوي چې د ډېرو مراجعینو له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.

یاد روغتون ته دا مهال د پنځو ولایتونو د عادي ناروغانو تر څنګ د جګړې، ماينونو او ترافيکي پېښو ټپيان هم ور وړل کېږي چې د چارواکو په وینا، په يوه وخت د ټولو ناروغانو درملنې ته رسېدنه نه شي کېدلای.

خو د کندهار اوسېدونکي بیا وايي چې دوی تمه لرله په کندهار کې به نوی ۳۵۰ بستریز روغتون په بشپړه توګه فعال شي  او له دې سره به د ناروغانو ستونزې حل شي او د روغتيايي خدماتو په کيفيت او څرنګوالي کې به ښه والى راشي.

د کندهار ښار د عینو مېنې اوسېدونکي عبدالواسع پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه روغتون جوړېدو شاوخوا پنځه کلونه په بر کې ونیول چې اوږده موده ده، خو اوس چې یې فعالیت پيل کړی نو یوازې به ۵۰ بسترونه ولري.

دی زیاتوي، مرکزي اداره دې د روغتیا په برخه کې د کندهار د خلکو ستونزو ته په کتو د دغه روغتون لپاره د تشکیل او تجهیزاتو غم وخوري او ټول ۳۵۰ بسترونه دې فعال کړي، ځکه اوسني روغتیايي خدمات د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي.

اوسمهال په کندهار کې د عامې روغتیا وزارت، مرستندویه ادارو او خصوصي سکتور په مرسته د میرویس حوزوي روغتون په ګډون ۲۱۵ روغتیايي مرکزونه فعال دي چې په دې کې بشپړ، بنسټیز، ګرځنده، فرعي او نور مرکزونه شامل دي.

له دې ډلې ۷۱ روغتیايي مرکزونه د دولت او ۱۹ د خصوصي سکتور په پانګونه جوړ شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement