ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال پکتيا کې ۷۰۰ ټنه شات توليد شوي

سږ کال پکتيا کې ۷۰۰ ټنه شات توليد شوي

author avatar
4 Jul 2019 - 13:57
سږ کال پکتيا کې ۷۰۰ ټنه شات توليد شوي
author avatar
4 Jul 2019 - 13:57

ګردېز (پژواک، ١٣ چنګاش ٩٨): د پکتيا د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې شاوخوا ۷۰۰ ټنه شات ترلاسه شوي او امکان لري چې دغه اندازه نوره هم لوړه شي.

دوی دا خبرې د مچيو ځينو روزونکو ته د ۲۵۰ صندوقه مچيو ورکولو پر مهال وکړې او ويې ويل چې شات ښه بازار لري او ترلاسه شوي ټول شات پلورل شوي دي.

د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس محمدالدين مومند د چنګاښ په ١٣مه خبريالانو ته وويل چې ياد شمېر صندوقونه د باغدارۍ او مالدارۍ پروژې په مرسته په پنځو ولسواليو کې له اړينو وسايلو سره وېشل کېږي.

مومند وويل چې پکتيا د شاتو د توليد لپاره وړ شرايط لري او دمګړۍ شاوخوا درې زره کسان د شاتو د مچيو په روزنه او توليد بوخت دي.

نوموړي زياته کړه: ((په ګردېز، زرمت، ځاځي اريوب، سيدکرم او ځدراڼ ولسواليو کې ۵۰، ۵۰ صندوقه توزيع کيږي، هيله مند يو چې له دې سره به د دوی عايد هم زيات شي او د زراعت په برخه کې به هم يوه لاسته راوړنه وي.))

نوموړي زياته کړه چې سږ کال په دغه ولايت کې شاوخوا ۷۰۰ ټنه شات ترلاسه شوي او امکان لري چې دغه کچه نوره هم لوړه شي.

دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا غړي محمدرحمن قادري د دغه پروګرام د پراخېدو او نورو سيمو ته د غځېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د مچيو شمېر بايد زيات شي.

قادري وويل: ((کرنې وزارت او په ولايتونو کې يې رياستونه بايد دهقان ته د پنځه صندوقه مچيو پر ځای لږ تر لږه ۲۰ او ۳۰ صندوقه مچۍ ورکړې، څو هغه ټوله توجه د هغه پر ساتنه وکړي چې ترې مړې نه شي او ښه نتيجه هم ورکړي.))

همدارنګه د کرنې رياست د مالدارۍ او حيواني ناروغيو مسوول ډاکټر محمد کبير اسلمي له اړوند وزارت او نورو ادارو وغوښتل چې د شاتو د حاصل او د کاروبار د معياري کېدو او لا غوړېدو په موخه د شاتو مچيو د ساتوونکو اړتياوى پوره کړي.

دی وايي: ((موږ پکتيا کې له نوي زره تر يو لک صندوقه مچۍ لرو، سږ کال مو تقريباً ۷۰۰ ټنه شات لاسته راوړي او ټول خرڅ شوي دي. د دې چارې د معياري کېدو لپاره لا هم ځينې کارونو ته اړتيا شته.))

بلخوا د مچيو روزونکي نيوکه کوي چې ورکول کېدونکې مچۍ خورا کم دي او دوی نه شي کولای چې خپل ټول وخت پر هغوى تېر کړي.

د سيدکرم ولسوالي اوسېدونکی محمدشاه معلم پژواک ته وويل: ((دا پنځه صندوقه مچۍ ډېر کم دي دا کفايت نه کوي او د کموالي له امله يې د له منځه تلو امکانات هم شته، صندوقونه هم کم دي او په صندوقونو کې شته مچۍ هم کم دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.