ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په جوزجان کې د ملي اردو ٤٢ سرتېري خوشي کړل

طالبانو په جوزجان کې د ملي اردو ٤٢ سرتېري خوشي کړل

author avatar
4 Jul 2019 - 09:19
طالبانو په جوزجان کې د ملي اردو ٤٢ سرتېري خوشي کړل
author avatar
4 Jul 2019 - 09:19

 

شبرغان (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٨) : وسله والو طالبانو په جوزجان ولايت کې د ملي اردو ٤٢ سرتېري خوشي کړي دي.

دغه او ګڼ شمېر نور سرتېري درې ورځې مخکې د دغه ولايت د قوش تپې ولسوالۍ د سقوط پر مهال وسله والو طالبانو ژوندي نيولي وو.

د جوزجان امنيه قوماندان سمونيار عبدالواحد وجدان د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خوشي شوي سرتېري نن ماښام شبرغان ښار ته رسېدلي دي.

هغه زياته کړه چې د ملي امنيت رياست، امنيې قوماندانۍ او د ملي اردو کنډک په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

وجدان وايي چې وسله والو طالبانو خوشي شوي سرتېري په ملکي لیني موټرو کې شبرغان ښار ته لېږلي دي.

دغه راز امنيه قوماندان وويل چې د قوش تپې ولسوالۍ د سقوط پر مهال څلور نادرکه شوي پوليس هم شبرغان ته رسېدلي دي.

ده زياته کړه چې د ولسوالۍ د سقوط د لامل موندلو په موخه پلټنې پيل شوې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي چې په قوش تپه کې له نيول شوو لسګونو سرتېرو څخه يې پرون ٤٢ کسان خوشي کړي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.