لښکرګاه (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٨): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې لس پوليس او څلور طالبان وژل شوي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يوې امنيتي سرچينې د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې د امنيتي ځواکونو پر ماموريت بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د دوو ساتنمنانو په ګډون لس پوليس وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، اوس هم وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې تحرکات لري چې عام خلک يې اندېښمن کړي دي.
دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن محمد زمان همدرد پېښه تاييد کړه خو ويې ويل چې په دې جګړه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دى وايي: ((جګړه شوې ده، طالبانو هلته فعاليتونه درلودل چې د پوليسو له لوري وژل شوي دي.))
بل لور ته وسله والو طالبانو د دې جګړې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله يې د امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن