د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: په کونړ کې د داعش ډلې لس وسله وال وژل شوي

چارواکي: په کونړ کې د داعش ډلې لس وسله وال وژل شوي

Jul 04, 2019 - 11:29

اسعد اباد (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٨): د کونړ ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو په عملياتو کې د داعش ډلې لس وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وټه پور ولسوالۍ اړوند د څپري په ننګوړې سیمه کې د داعش ډلې پر يو مهم مرکز عمليات وکړل.

سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د داعش ډلې لس وسله وال وژل شوي او د مهماتو، ماينونو  او نورو جنګي توکو  یو لوی  ډیپو یې هم  له منځه وړل شوی دی.

مصمم وويل، په یادو عملياتو کې ولسي خلکو او همدارنګه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، له تېرو دوو اوونيو راهيسې په چپه دره، ماڼوګي او وټه پور ولسواليو کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده چې له امله يې پنځه زره کورنۍ بېځايه شوې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement