ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب پر جمعه بازار د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ٤٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فارياب پر جمعه بازار د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ٤٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Jul 2019 - 10:22
د فارياب پر جمعه بازار د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ٤٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Jul 2019 - 10:22

ميمنه (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٨) : چارواکي وايي، چې د فارياب ولسوالۍ د خواجه سبز پوش ولسوالۍ پر جمعه بازار د هاوان مرمۍ لګېدو له امله تر ٤٠ پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار رامنځته شوې ده.

هغه نه وايي، چې مرمۍ د چا لخوا توغول شوې ،  خو زياتوي، چې تر اوسه ورته د نهو کسانو د مړينې او ٢٢ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.

د  فاریاب د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش وايي، چې دا مرمۍ د طالبانو لخوا توغول شوې وه، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او ٣٤ نور ټپيان دي. هغه وايي ، کېداى شي شمېره لوړه شي.

خو د طالبانو يو سمييز قوماندان قاري تاج الدين ويليـ، چې دوى هاوان نه لري،  او دا د ملي اردول لخوا توغول شوې وه.

ددې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمد ن عيم مصمم پژواک اژانس ته وويل، چې ٤ جسدونه او ٢٨ ټپيان د ميمنې روغتون او څلور جسدونه په سيمه کې پاتې دي.

د هغه په وينا، ټپيان د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ملکي وګړي دي او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت  د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د صبغت الله په نامه يو تن ١٠ کلن ټپي ماشوم پژواک ته وويل، چې خپل دوه چرګان يې خرڅولو ته راوړي وو، چې ناڅاپه چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه : (( زه پرځمکه وغورځېدم، پوى نه شوم، اوس نه يم چې چرګان مې چېرته دي؟))

د ميمنې په روغتون کې د يوه ټپي پيواز نقيب الله پژواک ته وويل، چې طالبانو  بازار ته نږدې د ملي اردو پر يوه سرتېري بريد کړى و، وروسته د ملي اردو ځواکونو پر طالبانو د هاوان مرمۍ وتوغولو، چې يوه مرمۍ پر بازار ولګېد.

په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسله و الو مخالفينو لخوا پر خلکو د هوان او راکټ مرمۍ توغول شوي چې له امله يې ٤٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.