کندهار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ٩٨) : ځايي چارواکي وايي، چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې وسله والو د پولیسو پر امینیتي پوستو بریدونه کړي او د دواړو لورو تر منځ درنه جګړه شوې ده.
د کندهار د امنیه قوماندان سکرتر قسیم ازاد د چنګاښ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۲۰۰ تنو وسله والو تېره شپه د میوند پر مرکز او اړوندو نورو پنځو سیمو کلا ښامیر، بېبانک، اسودې، پوټکي او غونډۍ سیمو کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې تر سهاره یې دوام درلود.
هغه زیاته کړه، دغه وسله وال د هلمند تر څنګ له شاولیکوټ، خاکرېز او غورک ولسوالیو راغلي وو او د دغې ولسوالۍ د سقوط پلان یې درلود چې امنیتي ځواکونه شنډ کړ.
دی وايي، د دواړو لورو تر منځ په څو ساعته جګړه کې ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۱۴ ټپیان شوي او دغه راز ۶ پولیس هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن