د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر د زابل د ستراتيژيک امنيتي پلان جوړولو لارښوونه وکړه

ولسمشر د زابل د ستراتيژيک امنيتي پلان جوړولو لارښوونه وکړه

Jul 05, 2019 - 15:28

کابل (پژواک، ١٤چنګاښ ٩٨) : ولسمشر اشرف غني امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د زابل ولايت ستراتيژيک امنيتي پلان جوړ کړي.

له ارګ څخه د سلواغې په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر اشرف غني زابل ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن سهار د دغه ولایت عمومي امنیتي وضعیت د یوې غونډې په لړ کې وارزاوه.

سرچينې زياته کړې، په دغه غونډه کې چې د ملي اردو په لېوا کې جوړه شوې وه او په کې د زابل والي، د قول اردو قومندان او د دې ولایت امنیه قومندان او د ملي امنیت رئیس هم حضور درلود په پیل کې د زابل امنیتي مسوولینو د عمومي امنیتي وضعیت، د تهدیداتو د سطحې او په دې ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په اړه جمهوررئیس او اعلی سرقومندان ته معلومات ورکړل.

دوی دغه راز د امنیتي ننګونو په ځانګړي ډول د زابل په ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو په اړه هم جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

ولسمشر غني د زابل د امنیتي مسوولینو د راپور له اورېدو وروسته وویل: " زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې د زابل عمومي وضعیت په ځانګړي ډول امنیتي وضعیت په دقیق ډول وارزوم او په اړه یې عاجل تصمیمونه ونیسم. "

هغه زیاته کړه: " ماته د ولایت د امنیتي وضعیت په اړه ډاډمن راپور مه راکوئ، هر هغه څه چې واقعیت لري په دقیق ډول یي تشریح کړئ. هغه خطرونه چې دې ولایت ته متوجه دي، باید په جدي ډول تحلیل شي، خپل مشخص وړاندیزونه چې څنګه کولای شو امنیتي وضعیت کې تغییر او ښه والی راولو، وړاندې کړئ."

ولمشر غنی یادو مسوولینو ته وویل، تاسې باید د دښمن د کمیت، امکاناتو او د ګواښ د ډول په اړه چې د زابل ولایت امنیت ته متوجه دي، دقیق اطلاعات ولرئ. د شملزو، نوبهار، اټغر، سیوری، ارغنداب، دای چوپان او میزان ولسوالیو امنیتي پوښښ ته دې پاملرنه زیاته شي او د امنیتي وضعیت د خرابېدو مخنیوی دې وشي.

د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د زابل امنیتي مسولینو ته وویل، په جدي ډول دې د فساد، د مهماتو، امکاناتو او تجهیزاتو د ضایع کېدو مخنیوی وشي.

ولسمشر محمداشرف غني د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د زابل ولایت امنیتي ستراتېژیک پلان دې چمتو او په هغې کې دې د امنیتي وضعیت ترڅنګ په ساختاري، تشکیلاتي، د تجهیزاتو د کموالي او دې ولایت ته د دښمن د متوجه ګواښونو څخه د درک په برخو کې ټولې ننګونې راونغاړي او حل لارې دې په پام کې ونیول شي.

نوموړی دغه راز د زابل ولایت امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ولسوالیو امنیه قومندانۍ وارزوي او هغه منسوبین چې د کلونو راهیسي یې د ولسوالیو د امنیه قومندانانو په حیث دنده ترسره کړی، تغییر او تبدیل شي، ځکه دولتي څوکۍ میراثي نه دي، دغه راز امنیه قومندانان باید د ولسوالیو په سطحه د خلکو سره په اړیکه کې واوسي، وطن او خلکو ته صادق او خدمتګار کسان دې پر دې څوکیو پر دندو وګمارل شي.

ولسمشر په زابل ولایت کې مېشت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وسایطو د ترمیم ستونزې ته په اشارې  د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته په ټینګار لارښوونه وکړه، هغه شرکتونه چې د نظامي وسایطو او وسایلو د ترمیم مسوولیت لري، که خپله دنده په درست ډول نشي ترسره کولای، قراردادونه یې فسخه او له هیواده خارج کړئ.

اشرف غني او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د خپلو خبرو په پای کې وویل، د لومړۍ نمبر لویې لارې د امنیت ټینګښت ته چې یوه برخه یې په زابل ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولیت دی، جدي پاملرنه وشي، ګواښونه دې لېرې او انتقالات او اکمالات دې په منظم ډول ترسره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement