ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د درېيو وژل شوو پولیسو مور له بېوزلۍ کړېږي

غزني کې د درېيو وژل شوو پولیسو مور له بېوزلۍ کړېږي

author avatar
6 Jul 2019 - 14:40
غزني کې د درېيو وژل شوو پولیسو مور له بېوزلۍ کړېږي
author avatar
6 Jul 2019 - 14:40

غزني ښار (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٨): د غزني يوه اوسېدونکې چې خاوند او درې زامن يې د پوليسو په ليکو له وسله والو طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي، دا مهال د ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او مرستې ته اړتيا لري.

دغه مېرمن بخت زمينه نومېږي، د اندړو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده خو دا مهال د غزني ښار په توحيد اباد سيمه کې اوسېږي.

بخت زمينه وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې يې خاوند او درې زامن له وسله والو طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

نوموړې زياته کړه چې خاوند او دوه زامن يې په اندړو کې او يو بل زوى يې په غزني ښار کې وژل شوي دي.

دې وويل: ((يوه لحظه مې دوى نه هېرېږي، ټوله ورځ ژاړم، خداى پاک دې په کافر بنده دا حالت نه راولي.))

د هغې په وينا، دوو زامنو يې ودونه کړي وو چې له يوه څخه درې او له بل څخه يو ماشوم پاتې دي.

بخت زمينې په ژړغوني غږ وويل: ((لمسيان مې هره شېبه را نه خپل پلرونه غواړي، حيرانه يم چې څه ورته ووايم، قبر ته يې ورځم په زامنو غږ کوم چې پورته شئ بچيان مو بيا تاسو را نه غواړي.))

خو هغه له حکومته ګيله منه ده او وايي چې په تېرو څو کلونو کې یې هېڅ مرسته ورسره نه ده کړې.

هغې وويل: ((خوشحاله يم چې بچيانو او خاوند مې له هېواده د دفاع په خاطر ځانونه قربان کړل خو خپه په دې يم چې هېچا مې پوښتنه ونه کړه.))

بخت زمينه وايي چې يواځې يو زوى يې دى، ١٣ کاله عمر لري او د کار کولو جوګه نه دى.

نوموړې په خواشينۍ سره وويل، که جګړه همدغه شان دوام پيدا کړي نو ډېرې میندې به د دې په څېر بورې شي.

بخت زمينه زياتوي چې په تېرو څو کلونو کې يواځې يو کس ورسره څو ځلې مرسته کړې خو حکومت بايد د دوى جدي پوښتنه وکړي او اقتصادي ستونزې يې تر يوه حده پورې هوارې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.