فراه (پژواك، ١٥ چنګاښ ٩٨): د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د ماین چاودنې اووه پولیس وژلي دي، بلخوا د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې یوې بلې چاودنې د ښوونځي درې زده کوونکي وژلي دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ مرستیال وحید ثبات پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ ماښام داسې مهال اووه پولیس ووژل شول چې د پشترود ولسوالۍ په ګجګین کلي کې یې هاموې موټر د سړک غاړې پر ماین ور برابر شو.
د یادې چاودنې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.
د یو بل خبر له مخې، نن سهار د پرچمن ولسوالۍ په قیصار کلي کې د ښوونځي درې زده کوونکي په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
د فرید احمد په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، ماین د یاد کلي د سړک پر غاړه اېښودل شوی و.
د ده په خبره، یاد ماشومان د قیصار کلي لومړني ښوونځي ته پلي روان وو چې د ماین چاودنه پرې وشوه.
هغه زیاته کړه، په وژل شوو ماشومانو کې یو د دویم او دوه نور د درېیم ټولګي زده کوونکي وو.
امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د یادې چاودنې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن