مزارشريف (پژواک، ۱۵چنګاښ، ۹۸): د بلخ ولايت د حيرتان بندر په دوه لاري کې شاوخوا ۸ زره جريبه دولتي ځمکه چې په وروستيو کلونو کې غصب شوې او دېوال ترې تاو شوی وو، د چنګاښ په ۱۵مه بېرته دولتي ملکيت ته وګرځول شوه.
د بلخ د اراضۍ رييس انجنير شيرشاه هوتک د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له درېیو لسيزو را په دېخوا په بلخ ولايت کې ټولټال ۱۶۰زره جريبه ځمکه غصب شوې ده.
هغه زياته کړه چې د غصب شوو ځمکو شاوخوا ۷۰زره جريبه يې پخوا له غاصبينو ګرځول شوې وه او نوره يې اوس هم د هغوی په لاس کې ده.
د هوتک په خبره، په هېواد کې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو په تړاو د ولسمشر د وروستي فرمان پر اساس، دوی د حيرتان په دوه لاره کې ۶۰ زره جريبه ځمکه پېژندلې چې غصب شوې ده.
د هغه په وينا، د يادې ۶۰ زره جريبه ځمکې د بېرته راګرځولو پروګرام په لړ کې يې د حيرتان په دوه لاري کې ۸زره جريبه غصب شوې ځمکه بېرته د دولت ملکيت وګرځول شوه.
هوتک وويل چې د غصب شوو ځمکو راګرځولو پروسه د بلخ اراضۍ رياست، کرنې رياست، څارنوالي، ولايت مقام، د مزار ښاروالۍ، عدليې رياست او د بلخ امنيې قوماندانۍ له خوا پر مخ وړل کېږي.
هغه زياته کړه چې يو شمېر زورواکو، سوداګرو او سيمه ييزو خلکو له خوا دغه ځمکې غصب شوې دي.
دى زياتوي، د ۶۰زره جريبه غصب شوې ځمکې له ډلې څخه ۳۰ زره جريبه ځمکه يې د عيسی پلنګ په نوم د يوه کس له خوا غصب شوې او پاتې نوره يې د مختلفو کسانو له لوري غصب شوي ده.
هوتک وايي چې د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو په موخه يې جدي هڅې پيل کړې او په دې برخه کې د بلخ ولايت مقام او د بلخ امنيه قومانداني ورسره لازمه مرسته کوي.
د بلخ د اراضۍ رييس وايي، چې غصب شوې ځمکه د دولت لخوا بېرته سوداګرو او متشبثينو ته په اجاره ورکول کېږي چې له مخې يې د دولت عوايد زيات شي.
په ورته وخت کې د بلخ د کرنې رييس انجنیر محمد سالم ساعي وايي چې له دوی سره د ثبت شوو ارقامو له مخې، په دغه ولايت کې ۵۰ زره جريبه څرځايونه او کرنیزې ځمکې غصب شوي دي.
هغه وويل چې د يادو غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په موخه لازم اقدامات تر لاس لاندې نيول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن