ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا په وازې خوا ولسوالۍ کې سرحدي پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پکتیکا په وازې خوا ولسوالۍ کې سرحدي پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 Jul 2019 - 11:18
د پکتیکا په وازې خوا ولسوالۍ کې سرحدي پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
6 Jul 2019 - 11:18

ښرنه (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٨): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په وازې خوا ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې اته سرحدي پوليس وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال ايمل نيازي د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د وازې خوا په سرواندي سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوستې ډله ييز بريد کړى دى.

ده وويل چې په دې جګړه کې اته سرحدي پوليس وژل شوي، خو وروسته مرستندوی ځواکونه سيمې ته رسېدلي او طالبانو ته يې هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه راز د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عبدالغني پکتين پژواک ته وويل چې د وازې خوا د تېرې شپې په جګړه کې اته سرحدي پوليس وژل شوي، دوه ټپيان دي او  څلور نور نادرکه دي.

دى وايي: ((طالبانو په دې سيمه کې دوو پوستو ته اور اچولى او څوک يې مرستې ته ځکه نه دي ورغلي چې طالبانو په لار کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي.))

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د وازې خوا ولسوالۍ پر درېيو پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ١٧ سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر وسلې او مهات يې هم طالبانو ترلاسه کړي دي.

دى زياته کړه چې په دې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د يادونې ده، له تېرو ١٥ کلونو راهيسې د وازې خوا، وړممۍ او تروې ولسواليو لويې لارې د نا امنيو له امله له مرکز سره ښرنې سره تړل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.