ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د میمنې- جوزجان لویه لار تړلې

طالبانو د میمنې- جوزجان لویه لار تړلې

author avatar
6 Jul 2019 - 14:43
طالبانو د میمنې- جوزجان لویه لار تړلې
author avatar
6 Jul 2019 - 14:43

 

ميمنه (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٨): د فاریاب سیمه ییز مسوولین وايي چې طالبانو د اندخوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سکواټور په وسیله د عمومي سړک پر کیندلو د میمنې ــ جوزجان لویه لار تړلې ده.

د اندخوی ولسوال سلطان محمد سنجر پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو نن سهار د اندخوی او قرمقول ولسوالیو ترمنځ د «توقوز درک» په سیمه کې د اسفالت سړک پر سکواټور کیندلی او لویه لاره یې تړلې ده.

هغه زیاته کړه، د لویې لارې پر دواړو لوریو کې لسګونه باروړونکي او ۴۰۴ موټر ولاړ دي، مسافر د کوچنیو موټرو په وسیله له فرعي لارو تګ راتګ کوي.

د غلام سخي په نوم یوه موټر چلوونکي له پژواک سره په ټلېفوني اړیکه کې وویل، تېره ورځ یې له کابله حرکت وکړ او نن سهار اندخوی ته راورسېد، اوس لاره بنده شوې او هېڅ موټر ترې نشي تېرېدلای.

د ده په خبره، د خندق دواړو لوریو ته لسګونه موټر ولاړ دي.

د میمنې اوسېدونکي شاه ولي وویل، غوښتل یې له کندوزه فاریاب ته یو موټر خربوزې ولېږدوي، خو د لارې د بندېدو له امله بند پاتې دی.

هغه زیاته کړه، که خربوزې میمنې ته پر وخت ونه رسوي ښايي ټولې خرابې او له منځه لاړې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.