د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې د درېيو وژل شوو پولیسو مور له بېوزلۍ کړېږي

غزني کې د درېيو وژل شوو پولیسو مور له بېوزلۍ کړېږي

Jul 06, 2019 - 14:40

غزني ښار (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٨): د غزني يوه اوسېدونکې چې خاوند او درې زامن يې د پوليسو په ليکو له وسله والو طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي، دا مهال د ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او مرستې ته اړتيا لري.

دغه مېرمن بخت زمينه نومېږي، د اندړو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده خو دا مهال د غزني ښار په توحيد اباد سيمه کې اوسېږي.

بخت زمينه وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې يې خاوند او درې زامن له وسله والو طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

نوموړې زياته کړه چې خاوند او دوه زامن يې په اندړو کې او يو بل زوى يې په غزني ښار کې وژل شوي دي.

دې وويل: ((يوه لحظه مې دوى نه هېرېږي، ټوله ورځ ژاړم، خداى پاک دې په کافر بنده دا حالت نه راولي.))

د هغې په وينا، دوو زامنو يې ودونه کړي وو چې له يوه څخه درې او له بل څخه يو ماشوم پاتې دي.

بخت زمينې په ژړغوني غږ وويل: ((لمسيان مې هره شېبه را نه خپل پلرونه غواړي، حيرانه يم چې څه ورته ووايم، قبر ته يې ورځم په زامنو غږ کوم چې پورته شئ بچيان مو بيا تاسو را نه غواړي.))

خو هغه له حکومته ګيله منه ده او وايي چې په تېرو څو کلونو کې یې هېڅ مرسته ورسره نه ده کړې.

هغې وويل: ((خوشحاله يم چې بچيانو او خاوند مې له هېواده د دفاع په خاطر ځانونه قربان کړل خو خپه په دې يم چې هېچا مې پوښتنه ونه کړه.))

بخت زمينه وايي چې يواځې يو زوى يې دى، ١٣ کاله عمر لري او د کار کولو جوګه نه دى.

نوموړې په خواشينۍ سره وويل، که جګړه همدغه شان دوام پيدا کړي نو ډېرې میندې به د دې په څېر بورې شي.

بخت زمينه زياتوي چې په تېرو څو کلونو کې يواځې يو کس ورسره څو ځلې مرسته کړې خو حکومت بايد د دوى جدي پوښتنه وکړي او اقتصادي ستونزې يې تر يوه حده پورې هوارې کړي.

هغې پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې نور له جګړو لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي.

دغه راز په غزني کې د ځوانانو ټولنې مشر اسدالله مرجانخېل پژواک ته وويل چې د بخت زمينې په ستونزو خبر دى او څو ځلې يې د سوداګرو په همکارۍ مرستې هم ورسره کړې دي.

هغې وويل: ((يواځې بخت زمينه نه ده، دلته داسې کورنۍ هم شته چې خپل ١٢ کسان يې په همدې جنګونو کې له لاسه ورکړي خو حکومت يې پوښتنه نه کوي.))

د يادو څرګندونو په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل، حکومت پلان لري چې د ټولو وژل شوو سرتېرو له کورنيو سره مرستې وکړي.

دى وايي: ((ځينې کورنۍ شته چې مرستې ورسره نه دي شوې، خو له ډېرو سره يې مرستې شوې او دغه لړۍ روانه ده.))

نوري زياتوي چې حکومت د هېچا قرباني نه هېروي، خو اوس وضعيت ښه نه دى، نو ځکه نه شي کولاى چې پر وخت ټولو ته رسېدنه وکړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan