کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٨): له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو سره په غونډه کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
سرچينې زياته کړې، په دغه غونډه کې چې نن مازدیګر په ارګ جوړه شوه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رئیس عین الدین بهادري او د دغه کمېسیون مرستیالې نجیبې ایوبي د یاد کمېسیون د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او وdې ویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړیواله کچه لومړۍ مقام ګټلى چې دغه لاسته راوړنه د جمهور رئیس د پاملرنې محصول دی.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ريیس او مرستیالې له یاد کمېسیون او په مجموع کې د بیان ازادۍ څخه د ولسمشر د ملاتړ مننه وکړه او ويې ویل: (( موږ هڅه کوو دغه بنست پیاوړی او د خلکو او دولت غوښتنې پر ځای کړو.))
دوی زیاته کړه، یاد کمېسیون تر دې مهاله څو حقوقي سندونه او روزنیز لارښودونه برابر کړي او دغه راز یې د خلکو شکایتونو ته د رسېدو په موخه له دولتي مقاماتو او رسنیو سره تر څلوېښتو زیاتې غونډې کړې دي.
ولسمشرغني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو د فعالیتونو او هڅو مننه وکړه او ويې ویل، د اساسي ارزښت په موخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون سرتاسري کمپاین ته اړتیا لري، ترڅو په دې اړه په مرکز او ولایتونو کې واضح عامه پوهاوی وشي.
هغه زیاته کړه، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې دې د ولایتونو د اړتیاوو واضح جدول ترتیب او د هغې ستونزې او حل لارې دې په کې راونغاړل شي.
نوموړي وويل، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تدوین شوی چې بهترین قانون دی، خو د تطبیق لپاره یې باید په دې پړاو کې عملي اقدامات وشي.
د دغو مراسمو په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړي حمدالله ارباب د احمدشاه بابا، میرویس نیکه او اعلیحضرت غازي امان الله خان نقاشي شوي عکسونه د تحفې په ډول ولسمشر غني ته ډالۍ کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن