فیض اباد (پژواک، ۱۵چنګاښ ۹۸): د بدخشان د درايم ولسوالۍ منجي کلي د امام جعفر صادق لېسې ۳۵ زده کوونکي مسموم شوي دي.
د بدخشان د پوهنې رييس عبدالسميع ابديار، د دې مطلب د څرګندولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا زده کوونکي نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د ناڅرګند علت له امله مسموم شوي دي.
د نوموړي په خبره، مسموم شوي زده کوونکي له ګنګستوب، ساه لنډي او ټيټ فشار سره مخامخ دي، دغه راز خولې کوي او له سترګو يې اوښکې بهېږي چې له ياد شمېرڅخه د ۹ تنو روغتيايي وضعيت نازک دی او د درملنې لپاره د درايم مرکزي کلينيک ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې ياد شمېر زده کونکي له رغېدا وروسته له کلينيک څخه رخصت شول.
دغه راز د بدخشان ولايتي شورا مشر ډاکټر احمد بشيرصميم د دې پېښې د پخلي ترڅنګ وويل چې د دې کلينيک ډاکټرانو هغه ته ويلي چې تر اوسه د دې زده کونکو د مسموميت لامل څرګند نه دی.
نوموړي يادونه وکړه چې ډاکټرانو او امنيتي ارګانونو په دې برخه کې څېړنې پيل کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن