درېيم تعقيب- غزني ښار (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٨): په غزني ښار کې د ملي امنيت پر يوې حوزه موټربم چاودنه کې د ملکي وګړو په ګډون ١٢ تنه وژل شوي او شاوخوا ١٧٧ نور ټپيان دي.
د غزني ښار يوه اوسېدونکي رحيم الله د چنګاښ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د غزني ښار په شاه مير سيمه کې د ملي امنيت پر يوه مرکز د موټربم درنه چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې د دې چاودنې له امله په همدې سيمه کې د شاه مير لېسې ښيښې ماتې شوې چې يو شمېر زده کوونکي يې هم ټپيان کړي دي.
د رحيم الله په خبره، په دې پېښه کې ښايي تلفات هم وي خو تر اوسه یې په اړه کره معلومات نشته.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري پژواک ته وویل، دغه چاودنه د ملي امنیت پر یوه مرکز شوې ده.
هغه وايي چې په یاده چاودنه کې څلور ملکي وګړي او اته امنيتي سرتېري وژل شوي او ١٧٧ کسان ټپيان دي.
ده وويل، ډېری ټپیان ملکي وګړي او د ښوونځي زده کوونکي دي.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې ٦٠ کورونه او څلور مارکېټونه سخت زيانمن شوي دي.
دغه راز د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت پژواک ته وويل چې له يادې چاودنې ورته ٩٦ ټپيان او شپږ جسدونه انتقال شوي دي.
ده وويل چې په ټپيانو کې ٣٦ ماشومان، پنځه ښځې، اته امنيتي سرتېري او پاتې نور نارينه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن