ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قطر په ناسته کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د یو پلاوي پر ټاکلو پرمختګ شوی

د قطر په ناسته کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د یو پلاوي پر ټاکلو پرمختګ شوی

author avatar
7 Jul 2019 - 21:37
د قطر په ناسته کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د یو پلاوي پر ټاکلو پرمختګ شوی
author avatar
7 Jul 2019 - 21:37

دوحه (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۸) : د قطر د ناستې یوه سرچینه وایي، چې ټولو ګډونوالو د ملکي تلفاتو د کمولو په موخه د یوه ګډ پلاوي پر ټاکلو هوکړې ته نږدې شوې دي.

د قطر او جرمني حکومتونو په همکارۍ او مرستې د ٦٠ کسانو په ګډون دغه ناسته نن (د چنګاښ ١٦مه) له غرمې مخکې په دوحه کې پيل شوه.

په دې ناسته کې د طالبانو د ١٧ کسيز پلاوي تر څنګ له کابل اروپا او نورو هېوادونو افغان سياسيون، مدني ټولنې او د ښځو استازو ګډون کړى دى.

د قطر د بین الافغاني ناستي یوه ګډونوال چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د طالبانو او قطر ته راغلي پلاوي په ګډه ناسته کې د یو داسې پلاوي د ټاکلو په اړه خبرې وشوې چې وکولی شي د ملکي مرګ ژوبلې په راکمولو کې هڅې وکړي .

سرچینې زیاته کړه، چې تقریبا دواړو لوریو تر ډېره ددې پلاوي د ټاکلو په اړه همنظره  دي او سبا به هم په دې او نورو موضاعاتو خبرې وشي .

سرچینې وویل چې د نن ورځې خبرې تر ډېره په ښه فضا کې پای ته ورسیدې

یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل چې نن د بین الافغاني خبرو پر مهال له کابله راغلې يوې غړې اصیلا وردګ په افغانستان کې د سولې په نامه د یو ولایت د نومولو وړاندیز وکړ چې د ناستې د زیاترو غړو د خوښې وړ وګرځید.

سرچینه وایي چې میرمن وردګ زیاته کړه چې د قطر،  پاکستان ، جرمني او نورو هیوادونو ته په سوله پسې د منډو وهلو پرځای دې یو ولایت د سولې په نامه ونومول شي او د سولې ټولې ناستې دې د ټولو لوریو له خوا په همغه ولایت کې ترسره او پایلې ته دې ورسیږي.

دغه رازسرچینې وویل، چې په نننۍ ناسته کې  په غزني، میدان وردګو او نورو ولایتونو کې  دوروستیو ملکي مرګ ژوبلې یادونه هم وشوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.