فراه (پژواك، ١٦ چنګاښ ٩٨): طالبانو تېره شپه د فراه ولایت د مرکز اړوند پر حیدر قلي پوسته برید کړی چې له امله یې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور پولیس ټپیان دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه برید کې د دولت درې وسله وال مخالفین وژل شوي او یو بل ټپي دی.
هغه زیاته کړه، په یاده جګړه کې څلور پولیس هم ټپیان شوي چې د فراه ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د امیدالله په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي وویل، په دې نښته کې درې طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په ډې اړه څه نه دي ویلي.
د فراه مرکز په څنډه کې د دولتي سرتېرو پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن