مزارشريف ( پژواک، ۱۶چنګاښ، ۹۸) : په بلخ ولایت کې د چرګانو يو شمېر فارملرونکي وايي چې کولی شي پر بلخ سربيره د نورو شمالي ولايتونو د اړتيا وړ غوښه هم توليد کړي؛ خو په خبره يې تر ټولو لويه ستونزه يې د ښه بازار نشتون دی.
د بلخ د کرنې رياست مسولين هم وا يي چې د بلخ تر څنګ سمنګان ، فارياب او يو شمېر نوروشمالي ولايتونو ته د چرګانو د غوښې توليد ظرفيت لري.
د بلخ د کرنې رياست مشر محمد سالم ساعي دچنګاښ په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې مزار شريف ښار کې د چرګانو غوښې د توليد کچه زياته شوې.
نوموړی وایي، دا مهال د بلخ سربېره فارياب ، جوزجان ، سرپل او سمنګان ولايتونو ته د چرګانو د غوښې توليد لري چې په خبره يې تر ډېره ځان بساينې ته رسېدلي دي
دی زياتوي چې د چرګانو د توليد په برخه کې تر ټولو لويه ستونزه ازاد بازار او د وړو چرګانو کم توليد دی چې په وينا يې ۸۰ سلنه واړه چرګان له بهر څخه را واردېږي.
ده وويل (( موږ بلخ کې ټول ټال ۷۰۰ د چرګانو فارمونه لرو چې د اقتصادي ستونزو له امله له دې شمېر څخه ۴۰۰ فعال دي.
د بلخ د تجارت او صنايع خونې مشر نصير احمد قاسمي پژواک ته وويل چې موخه يې دا ده تر څو څنګ وکولای شي د چرګانو فارم لرونکو ته ښه بازار جوړ کړي.
نوموړی وايي چې اوس مهال بلخ کې د چرګانو د توليد او دانې برخه کې ځان بسايني ته رسېدلي چې په وينا يې پخوا به ډېر شمېر چرګان له پاکستان څخه را واردېدل .
ده زياته کړه (( هر څومره چې خلک له فارم لرونکو څخه د چرګانو غوښتنه وکړي دوي يې د توليد ظرفيت لري))
ده دا هم وويل چې اوس مهال بلخ کې د وړو چرګانو د توليد ۵ فابريکې موجودې دي چې کولی شي د بلخ ټولې اړتياوې پوره کړي .
له دې سره سم د بلخ د فارم لرونکو د اتحاديه مشر ډاکتر بصير له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کي وويل چې بلخ د چرګانو د توليد په برخه کې د ځان بساينې په لور روان دی چې په وينا يې دا مهال د چرګانو د توليد ۵ سترې فابريکې شته دي چې د بلخ تر څنګ نور ولايتونه ته هم توليدات لري. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن