ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتيار: په شپنيو عملياتو کې بايد د ملکي وګړو د وژنې لړۍ ودرول شي

حکمتيار: په شپنيو عملياتو کې بايد د ملکي وګړو د وژنې لړۍ ودرول شي

author avatar
7 Jul 2019 - 17:17
حکمتيار: په شپنيو عملياتو کې بايد د ملکي وګړو د وژنې لړۍ ودرول شي
author avatar
7 Jul 2019 - 17:17

کابل (پژواک، ١٦ چنګاښ ۹۸): حکمتيار په شپنيو عملياتو کې د ملکيانو پر وژنو نيوکه کوي، وايي د دوحې ناسته د بين الافغاني ناستې ځاى نه شي نيولى او د امريکا او طالبانو خبرې هم يواځې د هغوى ترمنځ ستونزې حل کولاى شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار نن په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل چې مثبت، سوله ييز او اصولي بدلون غواړي، له جنګه فارغ افغانستان غواړي او بايد سياسي واک له جګړې پرته ولېږدول شي.

دى وايي چې ستر ملي مسايل لکه سوله، د جګړې ختمول، ټاکنې، راتلونکی نظام، له غبرګولي وروسته د ملي وحدت حکومت مشروعيت او نه مشروعيت او داسې نور مسايل بايد د تفاهم له لارې حل شي.  

سوله

حکمتيار د سولې په تړاو د وسله والو طالبانو او امريکا د ځانګړي استازي له روانو خبرو ملاتړ کوي خو زياتوي: "د طالبانو او امريکا توافق يواځې د دوی تر منځ ستونزه حل کولای شي او نورې ستونزې په خپل ځای پاتې دي."

د ده په وينا، امريکايي لوري ويلي چې له طالبانو سره پر څلورو موضوعاتو د يوې بستې په توګه توافق کوي، خو پر دوو موضوعاتو چې اوربند او بين الافغاني ناسته ده، هېڅ توافق نه دی شوی.

حکمتيار زياتوي: "دوه اساسي موضوعات چې د ټولو موضوعاتو اصل دی، توافق پرې نه دی شوی، دوی غوښتل چې د بين الافغاني ناستې خلا پر دې غونډه چې نن په دوحه کې جوړه شوې، ډکه کړي چې دا په هېڅ صورت بين لاافغاني خبرې نه شي کېدای."

د هغه په وينا، په بين الافغاني خبرو کې بايد د طالبانو تر څنګ د افغانستان د حکومت استازي هم برخه ولري.

هغه وايي چې د حزب اسلامي ځيني خواخوږي د قطر يادې بين الافغاني غونډې ته د دوو بهرنيو هېوادونو له خوا وربلل شوي او ګډون يې په کې کړى، خو دغه ګوند په رسمي ډول دې غونډې ته نه دى وربلل شوى.

د قطر په ياده بين الافغاني غونډه کې د طالبانو د استازو په ګډون لسګونه نورو افغانانو هم برخه اخيستې ده.

دغه غونډه نن پيل شوې او سبا به هم دوام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.