کابل (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٨): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، که د ټاکنو په تړاو د سياسي ګوندونو طرحه ونه منل شي، حزب اسلامي به د مثبت بدلون لپاره کومه بل لار غوره کړي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې مياشتې په شپږمه ترسره شي.
د حکمتيار په ګډون ١٨ کسانو ولسمشرۍ ته ځانونه نوماند کړي دي.
حکمتيار چې نن يې په کابل کې يوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وويل چې له بحرانه د هېواد د وتلو اساسي او قدرت ته د رسېدو يواځېنۍ مشروع لار د ملت رايو ته رجوع، ازادې، شفافې او عادلانه ټاکنې دي.
د ده په وينا، سياسي ګوندونو د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره يوه جامع طرحه جوړه کړې وه چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او حکومت هم منلې، خو په وينا يې دغه طرحه د بهرنيانو د لاسوهنې په پايله کې ويټو شوې ده.
حکمتيار وايي: "حزب اسلامي د سياسي ګوندونو په ګډې طرحې او غوښتنې ټينګار کوي، که دا تضمين نه شي او سياسي ګوندونو دغه اجماعي فيصله ونه منل شي او پردي خپله طرحه او اراده د انتخاباتو په ارتباط پر افغانانو تحميل کړي، حزب اسلامي به مجبور وي د مثبت تغيير لپاره له دې نه پرته کومه بله لار غوره کړي."
حکمتيار د يوې پوښتنې په ځواب کې د دې طرحې په اړه وويل: "سياسي ګوندونو په ګډې ناستې کې چې د پلاوو په کچه وه، په خپلو منځونو کې توافق کړی و چې لومړی انتخابات بايد حتماً د مېزان په شپږمه ترسره شي، په هېڅ دليل او پلمه ونه ځنډول شي، دويم بايد د انتخاباتو مخکنی او زوړ سيستم بدل شي، (NDR) سيستم ته واوړي، درېيم دا چې نوم ثبتونې او رايې اچونه کې له بايومټريک تجهيزاتو استفاده وشي، بله دا چې د ګوندونو نظارت بايد تضمين شي، د انتخاباتو پر ټولې پروسې له پيله تر پایه پورې، بله دا چې نتایج بايد ټول ومني او هېڅوک د نتايجو د منلو په ارتباط ځنډ ونه کړي او له تاخير پرته نتايج ومني او دا چې هېڅ واجد شرايط افغان بايد د رايې ورکولو له حقه محروم نه شي."
هغه زياته کړه، په بهرنيو هېوادونو کې افغان کډوالو ته هم حق ورکړل شي چې خپله رايه وکاروي او د ناامنو سيمو کسانو ته هم بايد داسې لارې چارې ولټول شي چې خپله رايه وکاروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن