ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاهين: هيله ده له امريکا سره په روان پړاو کې يوې پايلې ته ورسېږو

شاهين: هيله ده له امريکا سره په روان پړاو کې يوې پايلې ته ورسېږو

author avatar
7 Jul 2019 - 13:41
شاهين: هيله ده له امريکا سره په روان پړاو کې يوې پايلې ته ورسېږو
author avatar
7 Jul 2019 - 13:41

دوحه (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٨): د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين وايي چې له امريکا سره پر ټولو موضوعاتو تر هوکړې وروسته له افغان جهتونو سره د سولې خبرې پيلوي.

نوموړي دغه څرګندونې د چنګاښ په ١٦مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بين الافغاني ناستې په څنډه کې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، له امريکا په تېرو شپږو پړاوو او روانه اووم پړاو خبرو کې ډېرې خبرې هوارې شوې، ډېر کم موارد پاتې دي.

شاهين وايي چې په وروستيو خبرو کې پرمختګونه شوي خو د بين الافغاني ناستې لپاره دا خبرې دوه ورځې وځنډول شوې.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې د سې شنبې په ورځ پيلېدونکو خبرو کې پر پاتې موضوعاتو هم په برياليتوب سره بحثونه وشي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند وايي چې پر ټولو موضوعاتو تر هوکړو وروسته به د نړيوالو شاهدانو او رسنيو پر وړاندې پرېکړه ليک لاسليک او خپور شي.

خو سهيل شاهين دا ونه ويل چې پر کومو موضوعاتو پرمختګونه شوي او پر کومو به نورې خبرې کېږي.

ده زياته کړه: ((زموږ هيله دا ده، توقع دا ده چې ژر تر ژره دا خبرې پاى ته ورسېږي، خو دا به راتلونکو خبرو کې معلومه شي چې ژر نهايي کېږي او که نور هم وخت غواړي.))

شاهين د دغو خبرو جزئيات په ډاګه نه کړل، خو د امريکا د مرکچي پلاوي مشر زلمي خليلزاد ويلي چې له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د امريکايي ځواکونو پر وتلو، بين الافغاني مذاکراتو او هر اړخيز اوربند باندې يې خبرې کړې او پرمختګونه شوي دي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند وايي، دوى هم غواړي چې دغه جنګ ناورين پاى ته ورسېږي، هره ورځ په بمبار، شپنيو عملياتو او نورو بريدونو کې عام افغانان، ښځې او ماشومان وژل کېږي.

د سهيل شاهين په وينا، د همدغه ناورين د پاى ته رسولو لپاره يې له امريکا سره خبرې اترې پيل کړې دي.

هغه زياته کړې، کله چې له امريکا سره مسايل حل شي، نو بين الافغاني مذاکراتو ته به داخل شو او له افغان جهتونو سره به خبرو ته کېني.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.