د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزار شريف ښار کې د چرګانو غوښې د توليد کچه زياته شوې

مزار شريف ښار کې د چرګانو غوښې د توليد کچه زياته شوې

Jul 07, 2019 - 21:22

مزارشريف ( پژواک، ۱۶چنګاښ، ۹۸) :  په بلخ ولایت کې  د چرګانو يو شمېر  فارملرونکي وايي چې  کولی شي پر بلخ سربيره د نورو شمالي ولايتونو  د اړتيا وړ غوښه هم توليد کړي؛ خو په خبره يې تر ټولو لويه ستونزه يې د ښه بازار نشتون دی.

د بلخ د کرنې رياست مسولين هم  وا يي چې د بلخ تر څنګ  سمنګان ، فارياب او يو شمېر نوروشمالي ولايتونو ته د چرګانو د غوښې  توليد ظرفيت لري.

د بلخ د کرنې رياست مشر محمد سالم ساعي دچنګاښ په ۱۶مه،  پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې مزار شريف ښار کې د چرګانو غوښې د توليد کچه زياته شوې.

نوموړی وایي، دا مهال  د بلخ  سربېره   فارياب ، جوزجان ، سرپل او سمنګان ولايتونو ته  د چرګانو د غوښې توليد لري چې په خبره يې  تر ډېره  ځان بساينې ته رسېدلي دي

دی زياتوي چې د چرګانو د توليد په  برخه کې تر ټولو لويه ستونزه   ازاد بازار او د وړو چرګانو کم توليد دی چې په وينا يې ۸۰ سلنه  واړه چرګان له بهر څخه را واردېږي.

ده  وويل (( موږ بلخ کې ټول ټال ۷۰۰ د چرګانو فارمونه لرو چې  د اقتصادي ستونزو له امله  له دې شمېر څخه ۴۰۰ فعال دي.

د بلخ د تجارت او صنايع خونې مشر نصير احمد قاسمي پژواک ته  وويل چې موخه يې  دا ده تر څو څنګ وکولای شي د چرګانو فارم لرونکو  ته ښه بازار جوړ کړي.

نوموړی وايي چې اوس مهال بلخ  کې  د چرګانو د توليد او دانې برخه کې ځان بسايني ته رسېدلي چې په وينا يې پخوا به ډېر شمېر چرګان  له پاکستان څخه را واردېدل .

ده زياته کړه (( هر څومره چې خلک له فارم لرونکو څخه د چرګانو غوښتنه وکړي  دوي يې د توليد ظرفيت لري))

ده دا هم وويل چې اوس مهال بلخ کې د وړو چرګانو د توليد ۵ فابريکې موجودې دي چې کولی شي د بلخ ټولې اړتياوې پوره کړي .

له دې سره سم د بلخ د فارم  لرونکو د اتحاديه مشر ډاکتر بصير له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کي وويل چې بلخ  د چرګانو د توليد په برخه کې  د ځان بساينې په لور روان دی چې په وينا يې دا مهال د چرګانو د توليد ۵ سترې فابريکې شته دي چې د بلخ تر څنګ نور ولايتونه ته هم توليدات لري.

دی وايي   اوس مهال په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ تڼه د چرګانو دانه توليدېږي  چې په دې سره د بلخ ټولې اړتياوې پوره کېږي.

نوموړی وايي چې د چرګانو دغه فارمونه د بلخ  ۶۰ سلنه اړتياوې پوره کوي او په دې برخه کې لوړ ظرفيت شته دی.

ده دا هم وويل چې اوس مهال له بهر څخه د چرګانو توليد نشته او ټول وطني توليدات دي.

محمد حسن  روشن زاده چې يو تن فارم لرونکی ده په خپلو خبرو کې وايي چې کولی چې ښه چرګان توليد کړي خو وايي چې لويه ستونزه يې  د ښه بازار نشتون  دی.

دی له حکومت څخه غواړي چې د دوي چرګانو ته دې  د ښه بازار موندنې برخه کې مرسته وکړي .

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement