غزني ښار (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٨): په غزني ښار کې د ملي امنيت پر يوه مرکز د موټربم چاودنه شوې چې په کې ځینو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د غزني ښار يوه اوسېدونکي رحيم الله د چنګاښ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د غزني ښار په شاه مير سيمه کې د ملي امنيت پر يوه مرکز د موټربم درنه چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې د دې چاودنې له امله په همدې سيمه کې د شاه مير لېسې ښيښې ماتې شوې چې يو شمېر زده کوونکي يې هم ټپيان کړي دي.
د رحيم الله په وينا، په دې پېښه کې ښايي تلفات هم وي خو تر اوسه یې په اړه کره معلومات نشته.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري پژواک ته وویل، دغه چاودنه د ملي امنیت پر یوه مرکز شوې ده چې په اړه به یې جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن