کابل (پژواک، ١٦ چنګاښ ۹۸): د ټاکنو په درېیو پړاوونو کې د ولسي جرګې د منشي او نایب منشي څوکیو نوماندانو د بریاليتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې او وروسته په علني ټاکنو کې کریم الله اتل منشي او عرفان الله عرفان د ولسي جرګې نایب منشي وټاکل شول.
د غويي په ۲۸مه د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې له پرانیستې وروسته په درې پړاوه ټاکنو کې چې د جرګې د غړو له مخالفت سره مخ وې، میر رحمان رحماني د دې جرګې رییس وټاکل شو.
دغه راز له هغه وروسته امیر خان یار د ۱۳۱ تایید رایو په ترلاسه کولو د ولسي جرګې لومړی نایب او احمدشاه رمضان د ۱۱۹ تایید رایو په ترلاسه کولو د دې جرګې دویم نایت وټاکل شول او د منشي او نایب منشي څوکیو نوماندانو په درې پړاو ټاکنو کې د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې.
نن د ملي شورا منشي څوکۍ ته د درې پړاو ټاکنو د دوو مخکښو نوماندانو اسدالله شهباز د ۷۰ تایید رایو او کریم اتل د ۹۵ تایید رایو به ترلاسه کولو او دغه راز د نایب منشي څوکۍ د دوو مخکښو نوماندانو جاوېد ساپي د ۸۰ تایید رایو او عرفان الله عرفان د ۹۳ تایید رایو په ترلاسه کولو ونه توانېدل چې د بریاليتوب لپاره لازمې رایې (۵۰ جمع یو) ترلاسه کړي.
وروسته په علني ټاکنو کې کریم الله اتل د ولسي جرګې د منشي او عرفان الله عرفان د دې جرګې نایب منشي وټاکل شول او د ملي شورا له پرانيستې ۷۰ ورځې وروسته د ولسي جرګې اداري پلاوی بشپړ شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن