ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«په دایکنډي کې درې امنیتي سرتېري او ۳۵ طالبان وژل شوي»

«په دایکنډي کې درې امنیتي سرتېري او ۳۵ طالبان وژل شوي»

author avatar
8 Jul 2019 - 15:23
«په دایکنډي کې درې امنیتي سرتېري او ۳۵ طالبان وژل شوي»
author avatar
8 Jul 2019 - 15:23

دایکنډي (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٨): د دایکنډي په کجران ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو پر پوسته د طالبانو په برید کې درې امنیتي سرتېري او ۳۵ طالبان وژل شوي او اووه امنیتي سرتېري ټپیان دي.

د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر نقیب الله د یاد خبر تر څنګ پژواک ته وویل، تېره شپه ۱۲ بجې وسله والو طالبانو د کجران ولسوالۍ په بازار مشترک سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ او د سهار تر څلورو بجو جګړه روانه وه.

د ده په خبره، طالبان له سیمې پر شا شوي خو په یاده جګړه کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

نوموړي ادعا وکړه چې په یاده نښته کې ۳۵ طالبان هم وژل شوي دي.

د پژواک خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلي خو اړیکه یې ورسره ټينګه نه شوه.

د لطف الله په نوم د کجران ولسوالۍ د مشترک بازار سیمې اوسېدونکي وویل، یاده جګړه د شپې په ۱۲ بجو پیل او سهار تر څلورو بجو یې دوام درلود او ښايي مرګ ژوبله هم ولري.

نوموړي زیاته کړه، اورېدلي يې دي چې د اوغلي په نوم د طالبانو ولسوال هم په دې نښته کې وژل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.