ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې د ۱۲۵ زده کوونکو د مسمومیت لامل نه دی روښانه شوی

په بدخشان کې د ۱۲۵ زده کوونکو د مسمومیت لامل نه دی روښانه شوی

author avatar
8 Jul 2019 - 19:45
په بدخشان کې د ۱۲۵ زده کوونکو د مسمومیت لامل نه دی روښانه شوی
author avatar
8 Jul 2019 - 19:45

فيض اباد (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٨): په تېرو دوو ورځو کې د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې د نجونو د یوه ښوونځي ۱۲۵ زده کوونکي مسموم او په ولایتي روغتون کې بستر شوي، خو تر اوسه یې د مسمومېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د یادو زده کوونکو له ډلې ۷۵ یې د بدخشان په ولایتي روغتون کې بستر دي چې د درې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د بدخشان د پوهنې رییس انجنیر عبدالسمیع ابدیار په روغتون کې د یادو زده کوونکي د وضعیت د کتلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل: ((تر اوسه چې کوم معاینات ترسره شوي، د زده کوونکي په بدن کې د مسمومیت هېڅ ډول نښې نه دي لیدل شوې، موږ اوس هم د ولایتي روغتون له روغتیايي ټيم سره یو ځای د زده کوونکو د مسمومیت په اړه پلټنو ته دوام ورکوو.))

د بدخشان د عامې روغتیا رییس ډاکتر نور خاورې پژواک ته وویل، د منجي کلي د نجونو د دو ابې لېسې ۷۵ زده کوونکې لري، تېر مازیګر څلور بجې بستر شوې او تر اوسه یې په معایناتو د ناروغۍ هېڅ ډول نښې نه دي لیدل شوې.

هغه زیاته کړه، یاد ماشومان د رواني تشویشونو له امله ناروغ شوي چې اوس تر جدي مراقبت لاندې دي.

نوموړي د زده کوونکي کورنیو ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ زیاته کړه، د زده کوونکو په بدن کې د هېڅ ډول ناروغۍ نښې نه دي لیدل شوې او یواځې رواني ستونزې او تشویشونه یې لامل ګرځېدلي، ان شاءلله ډېر ژر به روغ شي.

خو د بدخشان د ولایتي شورا رییس ډاکټر احمد بشیر صمیم پژواک ته وویل، یاده قضیه له مسلکي اړخه ډېره پېچلې ده چې په یوه ښوونځي کې دې ۱۲۵ زده کوونکي په روحي تشویشونو اخته شي.

هغه زیاته کړه: ((د بدخشان د عامې روغتیا ریاست نه دی توانېدلی چې یو مسلکي حاکم ټيم ولري.))

نوموړي وویل، یاده مسئله باید جدي وګڼل شي څو د زده کوونکو او ښوونکو د مسمومیت عامل روښانه او د دغه ډول پېښو مخنیوی وشي.

د درایم ولسوالۍ د منجي کلي د دو ابه د نجونو د ښوونځي سرښوونکي نظر محمد معنوي وویل: ((دوه ورځې مخکې چې کله خبر شوم زده کوونکي ټول مسموم شوي، ټولګیو ته لاړم، په هر ټولګي کې یو شمېر زده کوونکي بې هوښه وو، ټول مې روغتون ته ولېږدول.))

هغه زیاته کړه، تېره ورځ د یادو زده کوونکو روغتیايي وضعیت ډېر خراب شو او له مجبورۍ د بدخشان ولایتي روغتون ته ولېږدول شول.

د یاد ښوونځي د يوولسم ټولګي زده کوونکې بي بي کو چې اوس په ولایتي روغتون کې بستر ده، پژواک ته وویل: ((کله چې ښوونځي ته ولاړو، لومړى او دویم ساعت مو درس ولوست، کله چې تفرېح شوه، په ټولګي کې د عطرو بوی حس شو، فکر مې وکړ چې کومې نجلۍ عطر کارولي دي، خو له څو دقیقو وروسته د زده کوونکي حالت خراب شو او یو پر بل پسې بې هوښه شول او پر ځمکه وغورځېدل، د ښوونځي اداره او دهلېزونه له ناروغو زده کوونکو ډک شو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.