ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۶۳ سلنه وکيلان د ولسي جرګې څلورو کمېسيونونو ته نوماندان شوي دي

۶۳ سلنه وکيلان د ولسي جرګې څلورو کمېسيونونو ته نوماندان شوي دي

author avatar
8 Jul 2019 - 12:28
۶۳ سلنه وکيلان د ولسي جرګې څلورو کمېسيونونو ته نوماندان شوي دي
author avatar
8 Jul 2019 - 12:28

کابل (پژواک، ۱۷چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې ځينې غړي ادعا کوي چې ۶۳ وکيلان د ولسي جرګې د ۱۷ کمېسيونونو له ډلې څلورو کمېسيونو ته د مادي او معنوي امکاناتو ترلاسه کولو لپاره نوماندان شوي دي.

ياد ۶۳ وکيلان د ولسي جرګې نننۍ غونډه کې په مالي او بودجوي، کورني امنيت، د شکايتونو اورېدو، مواصلاتو او مخابراتو کمېسيونونو کې د غړيتوب لپاره نوماندان شوي وو.

دغه راز ۲۳ سلنه نور د نړيوالو چارو، ديني او فرهنګي، ملي اقتصاد، عدلي او قضايي کمېسيونونو کې د غړيتوب ترلاسه کولو لپاره نوماندان شوي دي.

دغه راز ۱۴ سلنه نور په عدلي او قضايي، دفاعي چارو، طبيعي منابعو او د ژوند چاپيريال، د ښځوو چارو او بشري حقونو، روغتيا او بدني روزنې، مرکزي تفتيش، د وکيلانو امتيازاتو او خونديتوب، له نشه يي توکو سره د مبارزې، تقنيني چارو او کوچيانو چارو کمېسيونونو کې د غړيتوب په پار نوماندان شوي دي.

د کوچيانو، تقنيني چارو او له نشه يي توکو سره د مبارزې کمېسيونونو ته يو يو تن خو مالي، کورني امنيت او د شکايتونو اورېدو کمېسيونونو ته له ۳۵- ۵۴ کسانو ځانونه نوماندان کړي دي.

کمېسيونونه: مالي او بودجوي، کورني امنيت، د شکايتونو اورېدو، مواصلات او مخابرات، نړيوالو چارو، ديني او فرهنګي، ملي اقتصاد، دفاعي چارو، د طبيعي منابعو او چاپېريال ساتنې، د ښځو چارو او بشري حقونو، روغتيا او بدني روزنې، مرکزي تفتيش، د وکيلانو امتيازات او خونديتوب، له نشه يي توکو سره مبارزه، تقنيني چارې او کوچيانو

په کمېسيونونو کې د غړيتوب ترلاسه کولو لپاره د ولسي جرګې غړو شمېر

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني د جرګې په نننۍ غونډه کې وويل چې د جرګې د داخلې دندو اصولو پربنسټ، د دې جرګې اوولس دايمي کمېسيونونه بايد له ۹ تر ۲۵ غړي ولري.

ټاکل شوې چې سبا لومړی د جرګې غړي په مالي او بودجوي، کورني امنيت، مواصلاتو او مخابراتو او شکايتونو اورېدو کمېسيونونو کې د غړيتوب لپاره د دې جرګې په عمومي تالار کې رايه واچول شي.

دا په داسې حال کې ده که هر کمېسيون لپاره ۲۵ غړي په پام کې ونيول شي، ۶۴ نوماندان اضافه پاتې کېږي.

رحماني وويل، کوم نوماندان چې و نه توانېږي دې څلورو کمېسيونو ته لار ومومي، کولی شي نورو کمېسيونونو کې د غړيتوب لپاره چې له نهو کم کسان ورته نوماندان شوي دي، نوم ليکنه وکړي.

د جرګې منشي مرستيال عرفان الله عرفان وويل چې په نړيوالو چارو، ديني او فرهنګي، ملي اقتصاد او عدلي او قضايي کمېسيونونو نوماندان له دې امله چې شمېر يې له ۹ ډېر او له ۲۵ لږ دی له رايې ورکولو پرته په مستقيم ډول د يادو کمېسيونونو غړيتوب ترلاسه کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د هر کمېسيون اداري پلاوي د کمېسيونونو ترمنځ د ټاکنو له لارې وټاکل شي.

 عرفان دې مطلب ته په اشارې چې ځيني وکيلان په ورته مهال په دوو کمېسيونونو کې د غړيتوب لپاره نوماندان شوي دي، زياته کړه چې وکيلان له يوې نوماندۍ لرې کېږي، ځکه په يو وخت  يو تن دوه کمېسيونونو کې د غړيتوب نه شي ترلاسه کولی.

د کمېسيونو نو په غوراوي کې مادي او معنوي امکانات

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې د جرګې يو شمېر غړي په ځينو کمېسيونونو کې غړيتوب ته له دې امله لېواله دي چې مادي او معنوي امکانات يې ترلاسه کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات خلکو استازي منورشاه بهادري د جرګې نننۍ غونډه کې په يادو څلورو کمېسيونونو کې  د جرګې ډېر شمېر غړو نوم ليکنې په تړاو وويل: ((په کمېسيونونو کې بايد تجربه په پام کې ونيول شي؛ خو په کمېسيونونوکې تر ډېره پيسو ته ارزښت ورکول کېږي، همدا اوس د کمېسيونونو د رياست څوکۍ پېر او پلورل کېږي، څوک چې پيسې لري رياست خپلوي.)).

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې ځينو غړو د جرګې اداري پلاوي په ټاکنو کې د مالي فساد شتون په اړه معلومات ورکړی و.

د کابل خلکو استازي رمضان بشردوست چې ځان يې د وکيلانو امتيازاتو او خونديتوب کمېسيون ته نوماند کړی دی، هم وويل چې زيات شمېر وکيلان د مالي او بودجوي، کورني امنيت، مواصلاتو او مخابراتو او شکايتونو اورېدو کمېسيونو کې د غړيتوب ترلاسه کولو لپاره نوماندان شوي دي، دا کمېسيونونه د نورو کمېسيونونو په پرتله ځانګړی موقف لري او له دې لارې کولی شي خپل واک او پيسې ډېرې کړي.

نوموړي زياته کړه چې پخوا هم دا کمېسيونونه له حکومت او خلکو سره په اړيکه کې و او اوس استازي لېوالتيا لري چې په دې کمېسيونونوکې غړيتوب ترلاسه کړي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((دا کمېسيونونه د واک ترلاسه کولو، پر حکومت د فشار  راوړلو، د پروژو ترلاسه کولو، په حکومتي څوکيو په ځانګړې توګه  د امنيتي سکتور په برخه کې د خلکو ګومارلو کې له وکيلانو سره مرسته کوي؛ نو ځکه ټول په دې کمېسيونونو کې د غړيتوب غوښتونکي دي.))

د هرات خلکو استازي سيدعظيم کبرزاني پژواک اژانس ته وويل چې د دې جرګې ځينې غړي د بېلابېلو لاملونو له مخې، لکه خپلو ولايتونو ته د پروژو ترلاسه کولو، د واک او اغېز درلودو، خپلو موکلينو ته د عدالت غوښتنې او ځينو نورو مواردو لپاره تر ډېره هڅه کوي چې په څو ځانګړو کمېسيونونو کې غړيتوب ترلاسه کړي.

نوموړي زياته کړه، هغه له دې امله مالي او بودجوي کمېسيون کې د غړيتوب لپاره نوماند شوی چې په دې برخه کې تخصص لري او د لوېديزې حوزې وکيلانو له ده غوښتنه کړې چې دې کمېسيون ته نوماند شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.