ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسوولین په لوګر کې د ۴۸ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي مسوولین په لوګر کې د ۴۸ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
8 Jul 2019 - 11:50
امنیتي مسوولین په لوګر کې د ۴۸ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
8 Jul 2019 - 11:50

پل علم (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٧): د لوګر امنيتي مسوولين ادعا کوي چې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال ٤٨ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه په مرکز پل علم، بره کي برک او خوښۍ ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې هوايي او ځمکني عمليات ترسره کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٤٨ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي.

احمدزى زياته کړه چې په وژل شوو کې د طالبانو مهم غړي هم شامل دي چې د امنيت په خرابولو کې يې مهم رول درلود.

هغه ډاډ ورکړ چې د يادو عملياتو پر مهال ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

همدارنګه د ٢٠٣ تندر قول اردو د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو سرپرست امر تورن ايمل خان پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د بره کي برک ولسوالۍ په رستم خېلو سيمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان شوي او موټر يې هم له منځه تللي دي.

دغه راز د بره کي برک ولسوالۍ د رستم خېلو سيمې اوسېدونکي ظاهر پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې د طالبانو پر يوه ډاډسن موټر هوايي بريد شوى دى.

هغه وايي چې په ډاډسن کې سپاره ټول کسان وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللى دى.

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د مرکز پل علم اړوند په شش کلا سيمه کې د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان علي سينا له دوو نورو پوليسو سره و واژه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.