کابل (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٨): د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او څلور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار په لسو بجو د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د ميکانيزې په سيمه کې د پوليسو پر يو رينجر موټر شوې وه.
هغه زياته کړه چې پېښه د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله وه چې په کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
دوه ورځې مخکې د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې د يوې چاودنې له امله د ملي امنيت ځايي مدير له چلوونکي سره وژل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن