غزني (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٨): د غزني امنيتي مسوولين وايي چې په تېره يوه اونۍ کې يې ١٥ وسله وال طالبان نيولي دي.
د دې ولايت د ملي امنيت رئيس عبدالصمد شمس وايي، ياد شوي کسان چې په وسله والو نښتو، د غزني ښار ترورونو او ماینونو خښولو کې يې لاس درلود، د غزني ښار او څو نورو سيمو کې يې نيولي دي.
ده زياته کړه، دغه کسان د باوري اسنادو له مخې نيول شوي او په لومړنيو پلټنو کې يې په خپلو جرمونو اعتراف هم کړى دى.
د هغه په وينا، په نيول شوو کسانو کې يو تن د ناقانونه سيمکارتونو پلور کاوه چې له هغه سره يې سلګونه دغه ډول سيمکارتونه نيولي دي.
د ملي امنيت رئيس دغه راز وايي چې نن له غرمې مخکې د مرکز غزني په پيرزاده سيمه کې يو وسله وال چې غوښتل يې له بې غږه تومانچې څخه په استفادې يو سرتېرى په نښه کړي، خو له بريد مخکې د امنيتي سرتېرو له خوا ووژل شو.
د ده په خبره، دغه کس لومړى نښته کړې چې وروسته ووژل شو.
د غزني ښار امنیتي حالات په دې وروستیو کې خراب شوي چې تېره ورځ د غزني ښار د شامیر په سیمه کې د ملي امنیت په شپږم امنیتي مرکز باندې موټربم برید وشو چې د چارواکو په خبره، په دې برید کې د دوو سرتېرو په ګډون شپږ ملکي کسان ووژل شول او د ۸ سرتېرو په ګډون ۱۸۸ کسان نور ټپیان شول چې زیاتره یې د ښوونځي زده کوونکې وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن