د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په کونړ کې د داعش ډلې شپږ وسله وال وژلي

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په کونړ کې د داعش ډلې شپږ وسله وال وژلي

Jul 08, 2019 - 13:56

اسعداباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۸): ځايي چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې شپږ وسله وال وژلي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم  د چنګاښ په  ۱۷مه  پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه عمليات تېره شپه د څوکۍ ولسوالۍ په چمبيل سیمه کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه چې په عملياتو کې د داعش ډلې دوه مهم مرکزونه او يو د وسلو او مهماتو زېرمه هم له منځه وړل شوي دي.

مصمم وويل، دغه راز د ملي امنيت ځواکونو له یو کس له یادې ډلې سره د همکارۍ په تړاو نیولی هم دی.

وياند زياتوي چې په دغو عملياتو کې د ملي امنیت ځواکونو او همدارنګه ولسي خلکو ته هم هېڅ زيان نه دی رسېدلی.

د يادونې ده، تېره اوونۍ هم د ملي امنيت ځواکونو د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د شپني عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې لس وسله وال وژلي وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement