ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: د قطر په ناسته کې ښايي د تاوتريخوالي پر کمولو تفاهم وشي

سرچينه: د قطر په ناسته کې ښايي د تاوتريخوالي پر کمولو تفاهم وشي

author avatar
8 Jul 2019 - 14:40
سرچينه: د قطر په ناسته کې ښايي د تاوتريخوالي پر کمولو تفاهم وشي
author avatar
8 Jul 2019 - 14:40

دوحه (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٨): د قطر د بين الافغاني ناستې نږدې سرچينې وايي چې کېداى شي له طالب استازو سره د تاوتريخوالي پر کمولو يوه تفاهم ته ورسېږي.

له کابله قطر ته د تللي پلاوي دوو سرچینو د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کېدای شي نن له طالب استازو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کموالو کې یوه تفاهم ته ورسېږي.

سرچینه وايي، طالبان د اوربند مخالف دي او هغه له امریکا سره په خبرو پورې تړلی بولي .

د همدغه پلاوي يوې بلې سرچینې پژواک ته وويل چې د بل ځل بین الافغاني خبرو لپاره ناروې  ازبکستان او اندونيزیا په نظر کې نيول شوي او ډېر امکان لري چې پر اندونيزيا هوکړه وشي.

د يادې سرچينې په وينا، نن له غرمې مخکې په غونډه کې پر ګډه اعلامیه کار وشو چې له غرمې وروسته به د غونډې له ټولو ګډون والو سره تر شریکېدو او مشترک تفاهم وروسته خپره شي، خو سرچینې د اعلاميې د مهمو ټکو په اړه جزئیات ور نه کړل .

د قطر او جرمني حکومتونو په همکارۍ او مرستې د ٦٠ کسانو په ګډون دغه ناسته پرون (د چنګاښ ١٦مه) له غرمې مخکې په دوحه کې پيل شوه.

په دې ناسته کې د طالبانو د ١٧ کسيز پلاوي تر څنګ له کابل اروپا او نورو هېوادونو افغان سياسيون، مدني ټولنې او د ښځو استازو ګډون کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.