ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمال کې پر کروندګرو د زعفرانو پیاز وېشل کېږي

شمال کې پر کروندګرو د زعفرانو پیاز وېشل کېږي

author avatar
8 Jul 2019 - 15:18
شمال کې پر کروندګرو د زعفرانو پیاز وېشل کېږي
author avatar
8 Jul 2019 - 15:18

مزارشريف (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۸): د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروګرام له خوا په شمال کې پر کروندګرو د زعفرانو  د ۸زره کيلوګرامه پيازو وېشلو لړۍ له بلخه پيل شوه.

په شمال زون کې د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام مسوول فهيم جباري د چنګاښ په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ګام په شمالي ولايتونو کې د زعفرانو کرلو د ترویج په موخه پورته کېږي.

هغه زياته کړه چې د زعفرانو د تخم ۳ نيم زره کيلوګرامه مرسته په بلخ او په فارياب، جوزجان، سرپل او سمنګان ولايتونو کې به هم څه باندې زر کيلوګرام تخم پر کروندګرو ووېشل شي.

جباري وايي، د کيفيت له پلوه د افغانستان زعفران په ټوله نړۍ کې لومړی مقام لري نو همدې ته په کتو د کرنې وزارت هڅه کوي څو په روان ۹۸ لمريز کال کې ډېر کروندګر د زعفرانو کرلو ته تشويق کړي.

د هغه په وينا، د دغو مرستو ډېره برخه به يې له هغو مېرمنو سره وشي چې د بزګرۍ په چارو کې بوختې دي.

جباري وويل: ((د دغه پروګرام په لړ کې موږ هرې مېرمنې ته د پنځه بسوو ځمکې لپاره د زعفرانو تخم ورکوو چې يو فصل به يې ۲۰زره افغانۍ عايد ورته ولري.))

د هغه په خبره، د زعفرانو د همدې کروندې په پنځم کال به ياد فصل يو ټن تخم توليدوي چې دا هم د کورنيو د اقتصادي ودې په برخه کې موثر تمامېدلی شي.

په شمال کې د باغدارۍ او مالدارۍ پروګرام مسوول همدا راز وويل چې د زعفرانو کښت د کوکنارو ښه بديل کېدای شي او په خبره يې کرنې وزارت هڅې پيل کړې چې کروندګر د کوکنارو پر ځای د زعفرانو کرکيلي ته تشويق کړي.

هغه وايي چې د زعفرانو تر څنګ د مثمرو مېوو باغونو جوړول هم د کوکنارو لپاره ښه بديل کېدای شي.

ليلی عليزاده چې د بلخ له دهدادي ولسوالۍ د مزارشريف کرنې رياست ته د زعفرانو تخم ترلاسه کولو لپاره راغلې، پژواک ته يې وويل چې د زعفرانو د اقتصادي ګټو په اړه يې ډېر څه اورېدلي دي.

هغې زياته کړه چې درې جريبه ځمکه لري او ترې اخيستونکي حاصلات يې د کور اقتصادي اړتياوې نه شي پوره کولای.

مېرمن ليلی په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې ګاونډيانو يې زعفران کرلي او له لږ ځمکې يې ډېر مفاد لاسته راوړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.