ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په لوګر کې ۳۰ دیني مدرسې تړلې دي

طالبانو په لوګر کې ۳۰ دیني مدرسې تړلې دي

author avatar
8 Jul 2019 - 14:34
طالبانو په لوګر کې ۳۰ دیني مدرسې تړلې دي
author avatar
8 Jul 2019 - 14:34

پل علم (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٨): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د مرکزي دارلعلوم په ګډون ٣٠ ديني مدرسې تړلې دي، بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د لوګر د پوهنې رياست مرستيال وزير ګل مومند د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو په دغه ولايت کې مرکزي دارالعلوم او ټولې ديني مدرسې تړلي او ګواښ يې کړى که له امر څخه يې سرغړونه وشي نو مسوولينو ته به يې سخته سزا ورکړل شي.

ده زياته کړه: ((کله چې درې ورځې وړاندې طالبانو د مدرسو د تړلو امر وکړ نو له وېرې ټولې مدرسې وتړل شوې، اوس څوک مدرسو ته نه ورځي نه استاد او نه شاګرد.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د لوګر په مرکزي دارالعلوم او يادو مدرسو کې شاوخوا درې زره زده کوونکو زده کړې کولې.

مومند وويل چې د پوهنې رياست چارواکو د قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکارۍ هلې ځلې پيل کړې څو دغه ستونزه هواره کړي.

دغه راز د پل علم د مرکزي دارالعلوم زده کوونکي نورالله پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د دارالعلوم دروازه بنده ده.

هغه وايي: ((د طالبانو له امر سره سم ټولې ديني مدرسې تړل شوې او شاګردان یې بې سرنوشته دي.))

د لوګر امنيتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو بل لور ته وسله وال طالبان بيا دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د طالبانو له امر سره سم په لوګر کې ټولې دولتي مدرسې تړل شوې دي.

هغه وايي: ((په دغو مدرسو کې د ديني علومو پر ځاى حکومت پلوه مسايل بحث کېدل نو ځکه موږ دغه تش په نوم مدرسې وتړلې.))

مجاهد د ديني مدرسو له زده کوونکو غوښتنه وکړه چې په شخصي مدرسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.