ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د بې ګناه خلکو پر وژنو امتیاز اخیستل ناسمه مفکوره ده

عبدالله: د بې ګناه خلکو پر وژنو امتیاز اخیستل ناسمه مفکوره ده

author avatar
8 Jul 2019 - 19:49
عبدالله: د بې ګناه خلکو پر وژنو امتیاز اخیستل ناسمه مفکوره ده
author avatar
8 Jul 2019 - 19:49

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۸): د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس هیله مندي ښکاره کړه چې د قطر ناسته به د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابره کړي او ویې ویل، د طالبانو د وروستیو بریدونو موخه د سولې په بهیر کې د امتیاز ترلاسه کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د باوري سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل، ښايي په نږدې راتلونکي کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مستقیمې خبرې وشي.

اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې د وزیرانو شورا ناستې ته په خبرو کې په قطر کې د بین الافغاني ناستې هرکلی وکړ او ویې ویل، هیله ده یاده ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو او په هېواد کې د سولې د ټينګښت لامل وګرځي.

هغه د المان هېواد له هڅو او قطر له کوربه توبه مننه وکړه او زیاته یې کړه: ((د پلاوي د جوړښت په اړه ځينې نارضایتۍ شته، خو باید وویل شي چې په دغه ډول ناستو کې ستونزمنه ده چې د پلاوي د جوړښت په اړه د ټولو رضایت ترلاسه کړو، سره له دې هم المان هېواد په رالېږل شوو بلنلیکونو کې ډېره هڅه کړې چې د افغانستان د خلکو ښه استازیتوب وشي.))

تېره ورځ د المان او قطر هېوادونو په منځګړيتوب په دوحه کې د افغان سولې په اړه دوه ورځنۍ ناسته وشوه چې په کې ۱۰ ښځو، ۶۰ مدني فعالانو، سیاستوالو، دولتي چارواکو او طالبانو ګډون کړی وو.

په دې ناسته کې د طالبانو د ١٧ کسيز پلاوي تر څنګ د لسو ښځو په ګډون له کابل، اروپا او نورو هېوادونو ۴۵ افغان سياستوالو او مدني ټولنې استازو ګډون کړى دى.

دغه راز عبدالله وروستیو بریدونو ته په اشاره وویل، د طالبان وروستي بریدونه د سولې بهیر په جریان کې د امتیاز اخیستو لپاره ترسره شوي دي.

نوموړي د سولې په مذاکراتو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ترسره کول ناسمه چاره وبلله او زیاته یې کړه، د بې ګناه خلکو پر وژلو امتیاز ترلاسه کول ناسمه مفکوره او له افغانانو سره خیانت دی.

عبدالله له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور د کابل پوهنتون د استادانو نیولو ته په اشاره وویل، ملي امنیت هغه کسان چې له داعش سره یې کار کاوه او له دې ډلې سره یې مستقمیې اړیکې لرلې، نیولي دي.

هغه روښانه کړه: ((یادو کسانو په کابل کې د داعش ډلې فعالیتونو ته زمینه برابروله او دوی په کابل کې د داعش ډلې په یو شمېر ترسره شوې فعالیتونو کې لاس درلود، خو د افغانستان سوله غوښتونکي خلک معتدل فکر لري او په منځ کې یې له تاوتریخوالي او ترور ډک افراطي  فکرونه ځای نه لري.))

په دې وروستیو کې د ملي امنیت سرتېرو د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي درې استادان معروف راسخ، عبدالظاهر داعي او مبشر مسلمیار او د احمد طارق او احمد فاروق په نومونو دوه محصلين له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

دغه راز د حکومت اجرایه رییس یو ځل بیا په هېواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، په راتلونکو ټاکنو کې هر ډول درغلي هېواد بې ثباتۍ لوري ته وړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.