ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له فاریابه پروان ته بېځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

له فاریابه پروان ته بېځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

author avatar
8 Jul 2019 - 16:05
له فاریابه پروان ته بېځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي
author avatar
8 Jul 2019 - 16:05

چاریکار (پژواک، ۱۷چنګاښ ۹۸): په پروان کې مېشتې د فاریاب قیصار ولسوالۍ څوارلس بېځایه شوې کورنۍ د جګړې د ناخوالو کیسه کوي او وايي چې په بد وضعیت کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.

هغوی د ژوند لومړنیو اسانتیاوو له نه شتونه شکایت کوي خو د پروان چارواکو وویل چې له یادو کورنیو سره مرستې شوې دي او ټاکل شوې چې په راتلونکي کې به هم له یادو کورنیو سره مرستې وشي.

د فاریاب له قیصار ولسوالۍ یادې څوارلس بېځایه شوې کورنۍ د چاریکار ښار د لومړۍ حوزې اړوند سيمه کې له تېرو نږدې دوو میاشتو راهيسې تر خېمو لاندې ژوند کوي.

 د بېځایه شوو په کتار کې منیره او سکینه هغه دوه مېرمنې دي چې کابو دوه میاشتې وړاندې یې مېړونه د قیصار په جګړه کې وژل شوي او له خپلو یتیمو ماشومانو سره پروان ته بېځایه شوې دي.

منيژه چې نږدې ۴۵ کلنه ده، خاوند یې چې په سيمه کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان و، له روژې مياشتې وړاندې د قیصار په جګړه کې ووژل شو.

یادې مېرمنې زیاته کړه چې د پنځو، دوولسو او څوارلسو کلونو درې ماشومان یې په قيصار کې پاتې دي او د هغوی د ژوند او مړینې په اړه خبر نه لري.

منيژې وويل چې یاد درې ماشومان یې ځکه په قیصار کې پاتې دي چې هغه له خپلو دوو لوڼو سره چې د اتو او لسو کلونو دي، د طالبانو له وېرې د غره له لارې پیاده وتښتېدل او دا ونه توانېده چې خپل درې زامن هم پروان ته راولي.

هغې زیاته کړه چې خپل کور او ټوله شتمني یې په قیصار کې پرېښوده.

منيژې وویل: ((لومړۍ ورځ چې راغلو، دولت یوه خېمه او لس زره افغانۍ نغدې راکړې او تر اوسه چې له راتګ څخه مو دوه میاشتې تېرېږي، دولت نوره مرسته نه ده کړې.))

نوموړې زياته کړه چې له بدې ورځې په چاریکار ښار کې خیر غواړي، څو خپلو بچیانو ته یوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کړي.

یوې بلې بېځایه شوې مېرمنې سکینې چې اوښکې یې بهېدې وویل چې خاوند او درې بچيان یې د ماین په چاودنه کې وژل شوي او هغه له خپلو درېیو لمسیانو او نګور سره په دغه ځای کې تر یوې خېمې لاندې ژوند کوي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.