ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پلخمري کې ١٥ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پلخمري کې ١٥ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 Jul 2019 - 18:38
په پلخمري کې ١٥ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
8 Jul 2019 - 18:38

پلخمري (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٨): يوه سرچينه وايي، د بغلان په مرکز پلخمري کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې پنځه پوليس وژل شوي او د پلخمري د سيمه ييزو پوليسو د قومندان په ګډون لس تنه نور ټپيان دي.

يادې سرچينې چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو نن غرمه کابو ١٢ بجې د پلخمري اړوند د ډنډ شهاب الدين په بابه نظر سيمه کې د افغان ځواکونو پر دوو پوستو ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې رامنځ ته شوې جګړه کې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده زياته کړه، طالبانو د بابه نظر په نوم امنيتي پوسته نيولې چې څلور پوليس په کې وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

د هغه په وينا، دغه راز دغې امنيتي پوستې ته څېرمه د سيمه ييزو پوليسو پر هاموې ټانک بريد کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او د پلخمري د سيمه ييزو پوليسو د قومندان عبيد په ګډون يې لس سيمه ييز او ملي پوليس ټپيان شوي دي.

د بغلان د امنيې قومندانۍ وياند احمد جاويد بشارت ياده جګړه تاييدوي، خو وايي چې امنيتي ځواکونو د بابه نظر په سيمه کې د طالبانو له خوا د شوي بريد او د پرمختګ د هڅو مخه نيولې ده.

د ده په خبره، په دغې جګړه کې يو پوليس او درې طالبان وژل شوي، درې پوليس او څلور طالبان ژوبل دي.

د پلخمري د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر محمد انور وردګ وايي چې د ډنډ شهاب الدين د بابه نظر سيمې له جګړې څخه روغتون ته نن غرمه د يوې مېرمنې په ګډون ١١ ټپيان ور وړل شوي دي.

دى زياتوي، ټپي مېرمن ځايي اوسېدونکې ده او پاتې لس نور کسان نظاميان دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه لا تراوسه څه نه دي ويلي.

په بغلان کې درې ورځې مخکې هم پنځه ملي پوليس وژل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.